د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

امريکا د سپټمبر د يوولسمې د حملو پټ اسناد خپروي


سټارس اينډ سترايپس:

امريکايۍ ورځپاڼې سټارس اينډ سترايپس په خپله پرونۍ ګڼه کې په دې اړه يوه ليکنه خپره کړې چې سپينه ماڼۍ په پام کې لري د سپټمبر د يوولسمې د حملو په اړه د يوې څېړنې پټې پاڼې خپرې کړي.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د اوباما اداره ښايي ژر پر امريکا د ٢٠٠١م کال د سپټمبر د يوولسمې نېټې د حملې په باب د کانګرس د يوې څېړنې يوه برخه خپره کړي.

د دې څېړنې سري يا پټ فصل په اته ويشتو مخونو کې دى. د دغو اسنادو خپرېدل ښايي له هغو حمله کوونکو سره د سعودي عربستان ممکنه اړيکې روښانه کړي.

سټارس اينډ سترايپس ورځپاڼه ليکي، دغه اسناد د کانګرس د زېرخانې په يوه خوندي کوټه کې ساتل کېږي.

په دې څېړنه کې له ځينو کسانو سره د بهرني ملاتړ د مشخصو سرچينو په باب معلومات شته، چې په امريکا کې اوسېدلي او د سپټمبر پر يوولسمه يې الوتکې تښتولې وې.

د الوتکو په ١٩ تښتوونکو کې ١٥ يې د سعودي عربستان اتباع وو.

پر امريکا د سپټمبر د يوولسمې نېټې حملې پر افغانستان د امريکا د بريد سبب شوې.

د دغو اسنادو د خپرېدو خبرې په داسې وخت کې کېږي، چې د امريکا او د هغه د متحد، سعودي عربستان ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي.

اکسپرس ټربيون:

له پاکستانه خپرېدونکې ورځپاڼې اکسپرس ټربيون په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان او پاکستان پر اړيکو يوه ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې د افغانستان د جمهوري رياست د يوه مرستيال وياند خبرې رااخيستل شوي چې ويلي يې دي، کابل په پام کې لري په نړيواله صحنه او سيمه کې د پاکستان د منزوي کولو لپاره جدي ډيپلوماتيکې هڅې پيل کړي.

ورځپاڼې د دواخان مينه پال دا خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي: پاکستان لا هم د هغو ډلو ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې په جګړو کې ښکېلې دي.

اکسپرس ټربيون ليکي، دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې په يوه حمله کې شا و خوا اويا کسان ووژل شول.

په مطلب کې راغلي، چې افغان حکومت وايي دغه حمله په پاکستان کې د حقاني شبکې له خوا پلان شوې وه.

ورځپاڼه زياتوي، د پاکستان صدراعظم نواز شريف د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته په يوه پيغام کې دغه ”ناوړه“ حمله غندلې او د ټروريزم د ختمولو لپاره يې د هماهنګې تګلارې غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG