د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

یو‌ان‌ايچ‌سي‌ار: د لارو بندېدو له امله سېلاب‌ځپليو ته مرستې رسول ستونزمن شوي


ننګرهار کې سېلابونه
ننګرهار کې سېلابونه

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ "یو‌ان‌ايچ‌سي‌ار" وايي، د وروستیو سېلابونو له امله د لارو بندېدو، سېلاب‌ځپلو سیمو ته د ژغورنې ډلو رسېدل ستونزمن کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ "یو‌ان‌ايچ‌سي‌ار" وايي، د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې له ویجاړونکو سېلابونو وروسته، د ژغورنې ډلې لا هم ځینو لرو پرتو سیمو ته نه‌دي رسېدلي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ "یو‌ان‌ايچ‌سي‌ار" ویاند بابر بلوچ د جمعې په ورځ (د جولای ۱۹مه) په یوې اعلامیه کې چې د ملګروملتونو پر وېب‌پاڼې خپره شوې، ویلي چې ډېری سړکونه، پلونه، کورونه او عامه تاسیسات زیانمن یا وران شوي او له‌همدې امله دا امکان شته، چې نورو سیمو ته د ژغورنې ټیمونو په رسېدو سره به د تلفاتو شمېر زیات شي.

ښاغلي بلوچ زياته کړې، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو د وروستيو سېلابونو له امله تر ټولو زيات زیان لیدلی او دغو ولايتونو کې ډېر شمېر بې‌‌ځایه شوي او راستانه شوي کډوال اوسیږي.

د تېرې اوونۍ سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي، تر ۳۴۰ زیات ټپیان شوي او زرګونه کسان بې‌کوره شوي دي.
د تېرې اوونۍ سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي، تر ۳۴۰ زیات ټپیان شوي او زرګونه کسان بې‌کوره شوي دي.

په‌همدې حال کې یو شمېر سېلاب‌ځپلي چې کورونه، مالونه او کښتونه یې زیانمن شوي وايي، لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ننګرهار ولايت د سپين غر ولسوالۍ د چهل ګزي کلي اوسېدونکی او له پاکستانه راستون شوى کډوال عظيم‌الله وايي، په ډېرو سختیو سره یې خپل ژوند سم کړی و، خو سېلابونو او توپانونو ډېر زیان ور رسولی.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "له یوې خوا زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی او له بلې خوا هغه جوار مو چې کرلي و د سېلابونو او توپانونو له کبله خراب شول. هیله لرو چې موږ سره مرسته وشي."

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکي عزت‌الله هم د وروستیو سېلابونو له امله د ورپېښو زیانونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په وروستیو سېلابونو او بارانونو کې زموږ په کلي کې دوه کورونه وران شول

او یوه مېرمن ټپي شوه. زموږ ډېری کښتونه او غلې له‌منځه ولاړې، د طالبانو حکومت او اسلامي امارت او دغه شان له بنسټونو څخه غواړم د سروې ټيمونه ولېږي او زموږ د کلي خلکو سره مرستې وکړي."

د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی محمد کریم دراني وايي، د ډېری کورنیو سرپناوې ورانې شوي دي او بنسټيزو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی وايي: "هغه کورنیو سره چې زیان ورته رسېدلی او د کورنۍ غړي یې مړه شوي دي، تر اوسه د نړیوالو موسسو له‌خوا مرسته نه‌ده شوې. یوازې کورني خیریه بنسټونو مرسته کړې، چې یو شمېر یې ۵ زره، ځينو یې دوه زره او ځينو یې زر افغانۍ مرسته کړې."

دا په‌داسې حال کې ده چې یو‌ان‌ايچ‌سي‌ار وايي، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې ۱۴۵ زره کسان د طبیعي افاتو له امله اغېزمن شوي دي.

د یادې ادارې ویاند بابر بلوچ ویلي، د تېرې اوونۍ سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي، تر ۳۴۰ زیات ټپیان شوي او زرګونه کسان بې‌کوره شوي دي.

یو‌ان‌ايچ‌سي‌ار زیاته کړې، په افغانستان کې د مرستو د پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره په روان کال کې ۲۰۰ میلیونه ډالرو بوديجې ته اړتیا لري، چې تر اوسه یې یوازې ۴۴ سلنه ترلاسه شوې.

تر دې مخکې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي و، چې د وروستیو سېلابونو له امله تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د اړتیاوو کچه لوړه ده، د ملګروملتونو د شمېرو له‌مخې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG