د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

طالبانو په امر د اختر دویمه ورځ؛ یو شمېر افغانان: د پخوا په څېر د اختر نمانځلو ته لېوالتیا نه‌شته


ارشیف: د کابل ښار شاه دوشمېره زیارت ته څېرمه سیمه
ارشیف: د کابل ښار شاه دوشمېره زیارت ته څېرمه سیمه

د طالبانو د حکومت د اعلان له مخې نن په افغانستان کې د لوی اختر دویمه ورځ وه.

اختر د افغانانو تر منځ د خوشحالۍ ښه پلمه ده، خو په افغانستان د طالبانو تر واک لاندې یو شمېر افغانان وایي، سږنی اختر د تېرو هغو په پرتله کمرنګه و.

دوی اقتصادي ستونزې، بېکاري او د طالبانو د حکومت له لوري لګول شوي محدودیتونه د اختر د نمانځلو لپاره د خلکو د نه لېوالتیا اصلي لاملونه بولي.

د پروان ولایت اوسېدونکی عصمت‌الله سعادت وایي، له سږني اختره یې خوند نه دی اخیستی ځکه په ټکو یې له پوهنتونه د فراغت سند په لرلو لا هم نه دی توانېدلی چې کار ومومي.

عصمت الله وايي: هغه اختر به څه کړې چې خېټه دې وږې وي، هغه اختر به څه کړې چې پیسې ونه لرې ږ

هغه وویل: "هغه اختر به څه کړې چې خېټه دې وږې وي، هغه اختر به څه کړې چې پیسې ونه لرې او هغه اختر به لا څه کړې چې ته به استعداد، ځواک او اسناد ولرې، خو کله چې دولتي ادارو ته د کار لپاره ورشې او بست هم خالي وي، خو تا ته ووایي چې که له امارت سره وې تا منو، که نه نو تا نه منو."

د پنجشېر ولایت اوسېدونکې شریفه وایي، هغه اختروته چې د طالبانو په واکمنۍ کې تېر شوي د خلکو لپاره د خوښۍ وړ نه دي ځکه په خبره یې د طالبانو د حکومت له لوري لګول شوي ټولنیز محدودیتونه د دې لامل شوي چې خلک اختر نمانځلو ته زړه ښه نه کړي.

هغه وايي: "محدودیتونه چې ورځ بلې ته زیاتېږي، نه یوازې یې پر ښځو، بلکې پر ټولو لګول شوي مالیات دي او ځینې نور محدودیتونه چې موږ یې وینو او شاهدان یې یو. له خلکو د طالبانو چلند ګورو چې څرنګه دی او ګورو چې خلک په دې وروستیو کې څومره نا هیلي دي چې د اختر نمانځلو ته هېڅ لېوالتیا نه لري."

د لغمان ولایت یو اوسېدونکی، چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې بېوزلي او د طالبانو له لوري د خلکو ځورونې خلک ناهیلې کړي او اختر ته یې د دوی خوشبیني کمه کړې ده.

هغه وویل: "کله چې خلک ډوډۍ ونه لري څنګه کولای شي اختر ونماځي؟انسان ډېر خفه شي چې دوی پر افغان ښځو او نارینه‌وو محدودیتونه دومره لګولي، ان دا چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډېر خلک له موټرو او رېکشاوو راښکته کول چې ولې دې ږیره جوړه کړې او ولې ویښتانو باندې سټایل وهلی، په رښتیا دوی د اختر هغه خوند خراب کړی او خلک چې څومره اخترونو ته خوشبینه وه اوس نه دي."

د کابل ښار اوسېدونکې آدا احمدي ازادي راډیو ته وویل، له زده‌کړو د نجونو محرومیت یو بل لامل دی چې اختر ته یې د نجونو شوق له منځه وړی او دوی یې له ګڼو رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وايي: "کله چې به د اختر رخصتي کېده ټولې زده‌کوونکې به خوشحاله وې او اختر نماځلو ته به یې چمتووالی نیوه او د اختر وروسته به بېرته ښوونځیو ته تلې او له خپلو استادانو او ټوالګیوالو سره به اختر مبارکۍ کوو، یوه ښه فضا ورته مساعده وه، اوس چې ګورو ټول خواشیني او په ژور خفګان اخته دي، مخکې کلونو کې د نجونو پر مخ پارکونه او ټول ځایونه پرانیستي وه او ټول به له خپلو کورنیو سره تلل، خو اوس ټول ځایونه د نجونو او ښځو پر مخ تړلي دي."

د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې د تفریح په برخه کې ډېر محدودیتونه ولګول چې په هغو کې د موسیقۍ غږول او اورېدل، تفریحي سیمو او پارکونو ته د ښځو پر تګ راتګ د نوروز په ګډون د غیرمذهبي مراسمو نه نمانځل او یو شمېر نور موارد شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې ګالوپ نړیوالې موسسې د سروې له مخې، افغانستان له ۲۰۲۱م کال راهیسې د نړۍ د تر ټولو خوښو هېوادونو له نوملړه د تر ټولو غمجنو هېوادونو په کتار کې راغلی دی.

د دغې موسسې د سروې له مخې افغانستان او نور هغه هېوادونه چې په دې نوملر کې شامل دي له اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دي چې خلک یې له رواني روغتیا له درکه اغېزمن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG