د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

په کندز کې د کانګو ناروغۍ له کبله د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکړل شو


ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې یوه ناروغه تر درملنې لاندې ده.
ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې یوه ناروغه تر درملنې لاندې ده.

د کندز د انتاني روغتون ډاکترانو د کانګو ناروغۍ له امله د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکوي.

په پلازمېنه کابل او شمالي ولايت کندز کې ډاکترانو د ګرمې هوا او د لوی اختر په رارسېدو له امله د کانګو ناروغۍ د ډېرېدو خبر ورکړى دی.

د کندز له انتاني روغتون څخه سرچینې وايي چې د روان کال په نيمايي کې په تېره بيا په تېرو دوو اوونيو کې د کانګو ناروغۍ زياتوالى د کال د پيل په پرتله ۵٠ سلنه ډېر شوى دى.

د کندز د انتاني روغتون یو ډاکتر وویل: کنه يو ډول د سړې ونې لرونکې حشره ده چې د ګرمۍ په موسم کې زياتېږي او دغه شان له لوى اختر يوه يا دوه مياشتې مخکې هغه کسان چې څاروي پالي له څارويو سره له مستقيم تماس نيولو سره دغه ناروغي زياتېږي.

د کندز د انتاني روغتون یوه ډاکتر، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "په کندز ولایت کې د وينې ورکوونکې تبې (سي‌سي‌ایچ‌ایف) ۱۷ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۶ مثبتې وې او په دې ۶ پېښو کې ۳ تنه مړه شوي چې یو لامل یې د کنو زیاتوالی دی. کنه يو ډول د سړې ونې لرونکې حشره ده چې د ګرمۍ په موسم کې زياتېږي او دغه شان له لوى اختر يوه يا دوه مياشتې مخکې هغه کسان چې څاروي پالي له څارويو سره له مستقيم تماس نيولو سره دغه ناروغي زياتېږي."

د کندز په انتاني روغتون کې د کانګو په ناروغۍ اخته یو بستر ناروغ عبدالروف حیدري ازادي راډيو ته وویل: "په کور کې مې کار کاوه، ناروغ شوم، سخته تبه او سخت سردرد مې درلود، شخصي روغتون ته لاړم، خو څه يې ونه‌شو کړاى، بیا شخصي کلینیک ته لاړم، لاړم درمل او ستنې مې واخیستې ١٣ ورځې کور کې ښه وم، بيا يو دم د دماغ شديده خون‌ريزي راته پيدا شوه بلاخره شخصي ډاکتر راته ادرس راکړ چې انتاني روغتون ته بايد لاړ شم."

هممهاله د پلازمېنې کابل په انتاني روغتون کې هم د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی دی.

ډاکتران وايي، که څوک د قربانۍ پر مهال دستکشې ونه کاروي، لاس یې پرې شي او څاروی یا غوښه یې لمس شي او یا غوښه په سمه توګه پخه نه‌شي د دې ناروغۍ د لا زياتوالي لامل کېږي
ډاکتران وايي، که څوک د قربانۍ پر مهال دستکشې ونه کاروي، لاس یې پرې شي او څاروی یا غوښه یې لمس شي او یا غوښه په سمه توګه پخه نه‌شي د دې ناروغۍ د لا زياتوالي لامل کېږي

په کابل کې د انتاني روغتون د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "پرون په روغتون کې د بستر شویو ناروغانو شمېر ۱۰ کسه و چې له دې شمېر د دوه، درېيو وضعیت ښه نه دى."

د کابل د انتاني روغتون یو تن ناروغ جان اغا د خپلې ناروغۍ په اړه ازادي راډيو ته وویل: "په پیل کې ما ډېر ځان درد درلود، پښې مې درد کاوه، هډوکو مې درد کاوه، زړه مې راباندې درندېده، ځان مې روغتون ته ورساوه."

ډاکتران وايي، د اختر په ورځو کې د قربانۍ له امله د کانګو ناروغۍ د خپرېدو احتمال ډېر دی، که څوک د قربانۍ پر مهال دستکشې ونه کاروي، لاس یې پرې شي او څاروی یا غوښه یې لمس شي او یا غوښه په سمه توګه پخه نه‌شي د دې ناروغۍ د لا زياتوالي لامل کېږي.

بل خوا په ښارونو کې د څارويو د بازارونو جوړېدل هم د کانګو ناروغۍ د خپرېدو يو بل مهم لامل بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان تېره اوونۍ ویلي وو چې د ۲۰۲۴م کال له پیله تر اوسه په تېرو پنځو میاشتو کې د دغې ناروغۍ شاوخوا ۲۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او شپږ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د نوموړي په وينا، د روان کال په وروستيو دوو مياشتو کې دغه شمېره ٣٨ سلنه لوړه شوې ده.

هغه زياته کړې چې تېر کال په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ ١٢۴۴ پېښې ثبت شوي چې له امله يې نږدې سل کسان مړه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG