نړۍ
د کانګو جمهوریت د بېځایه شویو په یوه کمپ کې چاودنې لږه تر لږه ۹ کسان وژلي
د کانګو جمهوریت د ګوما ښار په څنډه کې د بېځایه شویو په یوه کمپ کې یوې چاودنې لږه تر لږه ۹ کسان ووژل.
د مرکزي افریقا په دغه جمهوریت کې عیني شاهدانو ویلي چې دغه چاودنه نن شوې ده.
د دغه هېواد په ختیځ کې د یاغیانو او دولتي ځواکونو ترمنځ شخړې روانې دي.
تر اته کلنې ډیموکراسۍ وروسته یاغیانو په ۲۰۲۱م کال کې وسله واخیسته او د شمالي کیوو ولایت زیاتې برخې یې ونیولې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کامالا هريس: که ډونالډ ټرمپ ولسمشر شي، ارزانه روغتيايي خدمتونه به محدود کړي
د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند نومانده کامالا هریس وايي، که د هغې سیال ډونالډ ټرمپ او د هغه متحدان د نوومبر د پنځمې په انتخاباتو کې بریالي شي، د ارزانه روغتیايي خدمتونو پروګرامونه به محدود کړي.
هریس د پنجشنبې په ورځ (۳۱ اکتوبر) په ویسکانسن کې رایه ورکوونکو ته یادونه وکړه چې، ټرمپ په ۲۰۱۷-۲۰۲۱ کلونو کې هم د دې قانون د لغوه کولو ناکامه هڅه کړې وه.
هغې خبریالانو ته وویل، د ټولو امریکایانو لپاره ارزانه روغتیايي خدمتونه پهدې ټاکنو کې له خطر سره مخامخ دي.
ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې څو ځلې هڅه کړې وه چې، دا قانون لغوه کړي او د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتي مبارزو کې یې ژمنه کړې وه چې که بیا ولسمشر غوره شو، د ارزانه روغتیايي خدماتو د قانون لغوه کول به یې لومړیتوب وي.
بلېنکن: اسراييل او لبنان يو تفاهم ته نږدې شوي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسراییل او لبنان د ملګروملتونو د ۱۷۰۱ پرېکړهلیک د پلي کېدو په اړه پر یو تفاهم ته نږدې شوي دي.
ښاغلي بلېنکن چې د جنوبي کوریا له باندنیو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، سیمې ته د خپل وروستي سفر پر اساس ویلی شي چې پهدې برخه کې ښه پرمختګ شوی دی.
په همدې خبري غونډه کې د امریکا دفاع وزیر لوید استین هم هیله څرګنده کړه چې په لبنان کې به ژر د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.
تر دې یوه ورځ وړاندې د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي هیله څرګنده کړې وه چې، په راتلونکو څو ورځو کې له اسراییل سره د اوربند موافقه اعلان شي او د اسراییل عمومي راډیو بیا له لبنان سره د ۶۰ ورځو د اوربند لپاره د موافقې د مسودې د چمتو کېدو خبر ورکړی و.
ايراني چارواکي: پر اسراييل به خامخا ځوابي بريد کوو
ایراني چارواکو، چې په وروستیو کې یې د اسراییل د بریدونو په وړاندې د ځواب ویلو حق ځان ته خوندي باله، خبرداری ورکړ چې پر اسراییل به خامخا ځوابي برید وکړي.
د پنجشنبې په ورځ، د ایران د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي وویل چې اسراییل به پر ایران د خپلو وروستیو حملو ځواب په "نه تصورکېدونکې بڼه" وویني.
نوموړي په شیراز کې د وینا پر مهال یادونه وکړه چې په تېر ځوابي برید کې اسراییل ولیدل چې اسمان یې څرنګه پرانیستل شو.
د ایران د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان سرپرست علي فدوي هم پرون (پنجشنبې) وویل چې اسراییل ته به ایران حتماً ځواب ووايي.
له بلې خوا د ایران د مشر د دفتر رئيیس محمد محمدي ګلپایګاني وویل چې اسراییل ته به د ایران ځواب سخت وي.
په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون (پنجشنبې) د درې ایراني چارواکو په قول ویلي، د ایران مشر علي خامنهيي د خپل هېواد د ملي امنیت شورا ته امر کړی چې پر اسراییل حملې ته چمتو شي.
روسيې د لاتويا يو وګړی د جاسوسۍ په تور پر ۷ کاله بند محکوم کړی
د لاتویا یو وګړی، ګاونډي هېواد روسیې ته د جاسوسۍ په تور په ۷ کاله بند محکوم شو.
د لاتویا خبري اژانس لیتا (LETA) راپور ورکړی، چې دغه ټکسي چلوونکی پرون مجرم وپېژندل شو، چې د روسیې د استخباراتو ام امنیتي ادارو په ګټه یې اطلاعات ټولول.
د حکم لهمخې دغه سړی چې د ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې نیول شوی و، د ایډیالوژیکو انګېزو له مخې عمل کړی او د ټلېګرام د هغو کانالونو د لارښوونو مطابق یې عمل کړی، چې روسپلوه فعالانو د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې جوړ کړي وو.
د ادعا لهمخې د ټلېګرام دغو کانالونو هغو کسانو ته درخواستونه لېږلي چې لاتویا د دفاعي نظام، په لاتویا کې د ناټو د فعالیتونو او د اوکراین په ملاتړ د کېدونکو اقداماتو په باب اطلاعات راټول کړي.
بلېنکن: د شمالي کوريا پوځيان ښايي راتلونکو ورځو کې د اوکراين جګړې ته ولېږل شي
د امریکا متحدایالتونه وايي، د شمالي کوریا شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان چې د اوکراین پر پوله ځای پر ځای شوي، ښايي په راروانو ورځو کې جګړې ته ولېږل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په هغه کنفرانس کې دا خبره وکړه، چې د امریکا دفاع وزیر لوئد اسټین او د هغوی د جنوبي کوریا سیالان په کې حاضر وو.
بلېنکن ویلي: "موږ تر اوسه نهدي لیدلي چې دا سرتېري د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې ځای پر ځای شوي وي، خو موږ اټکل کوو چې په راتلونکو ورځو کې دا کار وشي."
هغه ویلي روسیه د شمالي کوریا دغو سرتېرو ته د توپونو په ویشتلو، بېپيلوټه الوتکو او نورو برخو کې روزنه ورکوي.
د ده په وینا دا هرڅه دا په ډاګه کوي، چې دوی به بشپړ ډول هوډ لري، چې دغه ځواکونه د جګړې پر لومړۍ کرښه د پوځي عملیاتو لپاره وکاروي.
له لبنان د توغول شويو توغنديو په پايله کې ۷ اسراييليان وژل شوي
چارواکي وايي د اسرايیل په شمال کې پرون، هغو توغندیو چې له لبنان توغول شوي وو، د څلورو بهرنیو کارګرو په ګډون ټولټال ۷ کسان وژلي دي.
دا پېښه داسې وخت شوې، چې د اسرايیل پوځ، د لبنان په جنوب کې له مېشتو خلکو غوښتنه کړې چې نورو سیمو ته کډه وکړي.
بلخوا د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر لهمخې، په لبنان کې په تازه هوايي حملو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.
پرون پنجشنبه بیا د فلسطین چارواکو خبر ورکړ، چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرايیل په یوه چاپه کې ۳ کسان وژل شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې دوه فلسطینیان د اسرايیل په چاپه کې وژل شوي او درېیم د اسرايیلي پوځیانو په ډزو.
د اسرائیل پوځ وايي د دوی ځواکونو د نور شمس په نوم د کډوالو کمپ کې افراطي وسلهوال په نښه کړي، دغه ځای په وروستیو میاشتو کې څو-څو وارې جګړې صحنه و.
پوځ وايي، د حماس ډلې هغه یو افراطي وسلهوال یې وژلی، چې پر اسرايیلیانو یې حملې پلانولې.
د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د اوکراين ولسمشر د دغه هېواد لوی څارنوال له دندې ګوښه کړ
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په رسمي ډول د دغه هېواد لوی څارانوال اندري کوستین لیوي له دندې ګوښه کړ.
دا اقدام د هغه تحقیقاتو څخه وروسته شوی چې څرګنده شوه چې د اوکراین یوشمېر حکومتي چارواکو د معلولیت ګټې ترلاسه کړي او د غلطو پلمو لهمخې یې له نظامي خدماتو څخه ډډه کړې.
زیلینسکي د اندري کوستین د لیرې کولو فرمان نن (اکتوبر ۳۱مه) وروسته له هغې لاسلیک کړ، چې د اوکراین پارلمان دوه ورځې وړاندې د هغه د لیرې کولو په حق کې رایه ورکړه.
وروستي تحقیقات ښیي چې د خمیلنیتسکي په سیمه کې ډېری څارنوالانو په ناسم ډول د معلولیت جوازونه ترلاسه کړي، کوم چې دوی ته اجازه ورکوي چې ځانګړي امتیازات ترلاسه کړي او د نظامي خدماتو څخه ډډه وکړي.
دا رسوایي په اوکراین کې د خلکو د اعتراض او ټول هېواد کې په پراخه کچه د تحقیقاتو د پیل سبب شوه.
اوکراین هڅه کوي د روسیې د بېدلیله برید مخه ونیسي چې د ۲۰۲۲په فبروري کې پیل شوی او لاهم دوام لري.
شمالي کوريا د يو بل توغندي د ازمايلو خبر ورکړی
شمالي کوریا وایي، د اټومي وسلو د پیاوړتیا لپاره یې یو تر ټولو پرمختللی او پیاوړی توغندی ازمایلی دی.
دا هېواد د وسلو دغه نوې ازموینه وروسته له هغې کوي چې، پیونګیانګ روسیې ته د سرتېرو په لېږلو تورن شوی دی.
جنوبي کوریا تر دې ازموینې یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و، چې پر اټومي وسلو سمباله شمالي کوریا د یوه بل لیرې واټن ویشتونکي توغندي چې تر لویو وچو پورې رسېدلی شي، یا هم د اټومې ازموینې لپاره چمتووالی نیسي.
دغه ازموینه څو ساعته وروسته له هغې وشوه چې، د امریکا او جنوبي کوریا پوځي چارواکو پر پیونګیانګ غږ وکړ چې، خپل ځواکونه له روسیې وباسي.
شمالي کوريا روسيې ته د پوځيانو لېږل رد کړي، خو تېره اوونۍ يې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويلي و، که دا ډول پوځيان لېږل کېږي، دا به له نړيوال قانون سره سمون ولري.
پیونګیانګ د ملګروملتونو د بندیزونو لهمخې د بالستیک توغندیو له ازمايلو څخه منع شوی دی.
خو د دې هېواد واکمن کیمجونګ اون سږکال دغه ازموینې ګړندۍ کړي او کارپوهانو هم خبرداری ورکړی چې، دا هېواد مخکې لهدې چې روسيې ته وسلې ورکړي، هغه ازمویي.
د اوکراين ولسمشر: لوېديځ دې پر روسيه د پرمختللې وسلې د کارونې اجازه راکړي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي یو ځل بیا له خپلو متحدینو غوښتي چې، اوکراین ته اجازه ورکړي چې پرمختللې لوېدیځې وسلې وکاروي چې پر روسیې ژور برید وکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې، د روسیې وروستي برید په خارکیف کې د یوه ۱۱ کلن ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه کسان ووژل او ۳۴ نور یې ټپیان کړل.
د راپورونو لهمخې، روسي ځواکونو د اوکراین په دویم لوی ښار خارکیف کې د استوګنې پر نهه پوړیزه ودانۍ د برید لپاره لارښود هوايي بم کارولی دی.
د هوا له لارې لارښود بمونه یوه پیاوړې وسله ده چې، روسیه يې په زیاتېدونکي توګه په اوکراین کې د ملکي اهدافو د بریدونو لپاره کاروي.
ولودیمیر زیلینسکي په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په یوه پیغام کې د پېښې له ځای څخه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، پهداسې شرایطو کې د متحدینو لهخوا د پرېکړې ځنډول د اوکراین پر وړاندې د لسګونو یا حتی د سلګونو نورو روسي بمونو د کارولو په معنا دي.
د اوکراین پر وړاندې د روسیې بېدلیله جګره د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروری، په ۲۵مه پیل شوه او تر اوسه دوام لري.
په اسپانیا کې د سېلابونو له کبله لږترلږه ۹۵ کسان مړه شوي
د اسپانیا په ختیځو، جنوب ختیځو او جنوبې سیمو کې د سملاسي سېلابونو د راوتلو له کبله لږترلږه ۹۵ کسان مړه شوي دي.
د اسپانیا چارواکي وایي، ممکن د مرګژوبلې شمېر لوړ وي، ځکه په وینا یې د ټولو سېلاب ځپلو سیمو د زیانونو معلومات لا نه دي وروستي شوي.
د اسپانیا صدر اعظم پدرو سانچز پرون چهارشنبه ناوخته وویل چې د دغه هېواد لسګونه ښارونه دغو سېلابونو زیانمن کړي او په وینا یې ګواښ لا هم له منځه نه دی تللی.
د اسپانیا د هوا پېژندنې ادارې په دغه هېواد کې د سه شنبې ورځې د ورښت کچه بې سارې بللې ده.
ژغورونکي ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو کې د خلکو په مرسته لګیا دي.