د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د ناټو سرمنشي: اوکراین د خپلو متحدینو په ملاتړ د روسیې د برید پروړاندې بریالی کیږي


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، اوکراین د خپلو متحدانو په "قوي ملاتړ" د روسیې د ځواکونو د شاتګ لپاره په خپله جګړه کې لاسبری کېدای شي.

ستولتنبرګ دا خبره پرون (پنجشنبې) په پراګ کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې وکړه چې له اوکراین سره پر پوځي مرستو د خبرو لپاره دایریږي.

د چک په پلازمېنه کې د ناټو په غونډه کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به هم په کې ګډون وکړي، د اوکراین لپاره د هغو تازه مرستو په اړه خبرې کېږي چې د جولای په میاشت کې په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې وړاندې کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

ستولتنبرګ پرون له غونډې مخکې په خبرو کې وویل، اوس د هغو هېوادونو لپاره چې اوکراین ته پوځي مرستې ورکوي د دې وخت رارسېدلی چې د هغو محدودیتونو په اړه خبرې وکړي چې څه باندې دوه کاله وړاندې د روسیې د بشپړ یرغل په مهال پر کییف لګول شوي وو.

روسیې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه ډېر کړي او دا په داسي حال کې ده چې اوکراین د وسلو له کمښت سره مخامخ دي.

کییف د مهماتو په رسولو کې د چټکتیا او همداراز د اوږد واټنه وسلو د کارولو د اجازې غوښتنه کړې ده.

اوکراین د خپلو متحدانو له لوري له دې منع دی چې د روسیې پر خاوره بریدونه وکړي.

په تېرو څو ورځو کې روسیې د اوکراین پر دوهم لوی ښار خارکیف او همدارنګه دونیڅک سیمې باندې بریدونه زیات کړي دي. روسي چارواکي وايي، د دغه هېواد پوځ هڅه کوي چې د اوکراین په شمال ختیځ کې د نیول شویو برخو او د اوکراین ترمنځ حایل سیمه رامنځته کړي.

د پنجشنبې په ورځ (د جون په لسمه) د اوکراین د پوځ عمومي قوماندان وویل چې د خارکیف سیمې شمالي برخې ته نژدې د روسي ځواکونو شمېر ډېر شوی دی.

اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې تر ډېره د خپلو متحدینو په مرستو تکیه لري
اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې تر ډېره د خپلو متحدینو په مرستو تکیه لري

رویټرز خبري اژانس د جنرال الکساندر سرسکي له خولې ویلي، روسیه د اوکراین په ختیځ کې خپل ځواکونه زیاتوي، خو د دغو ځواکونو شمېر دومره نه دی چې "یو لوی برید پیل کړي".

روسیې په دې میاشت کې د خارکیف ځینې برخې ونیولې او په دې توګه یې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د اوکراین په ختیځ کې تر ټولو لوی پرمختګ وکړ.

د اوکرایني جنرال په وینا د دغه هېواد پوځ هم په سیمه کې "خپلې دفاعي کرښې پیاوړې کوي".

په همدې حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزیر بلېنکن چې مالدووا ته له سفر وروسته پراګ ته رسېدلی،سمدستي له خپل چکي سیال جان لیپتوفسکي سره د روسیې د ناسمو تبلیغاتو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې مسکو هڅه کوي د اوکراین د ملاتړو او متحدانو ترمنځ درز رامنځته کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG