د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

زیلنسکي: د روسیې پراخو بریدونو سره لا هم عمومي وضعیت کنټرول دی


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي وايي، د خارکیف د شمالي سیمو وضعیت چې له تېرې اوونۍ راهیسي روسیې پرې پراخ بریدونه پیل کړي دی، لا هم ستونزمن دی خو په عمومي ډول تر کنترول لاندې دی.

زیلینسکي پرون (پنجشنبې) خارکیف ته لاړ او هلته یې د اوکراین د پوځ د عمومي قوماندان جنرال اولکساندر سیرسکي په شمول له پوځي قوماندانانو سره وکتل او د فوفچانسک (Vovchansk) او لیپتسي (Lyptsi) د وضعیت په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

په دغو دوو سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسي سخته جګړه روانه ده.

زیلینسکي پرون په ټیلګرام چاینل کې لیکلي: " له نن څخه د خارکیف په سیمه کې وضعیت په عمومي ډول تر کنټرول لاندې دی، زموږ سرتېري اشغالګرو ته درنه مرګ ژوبله اړوي. خو وړاندې وضعیت لا هم ستونزمن دی، موږ خپلې قطعې پیاوړي کوو."

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو کې یوه ویجاړه شوې سیمه
پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو کې یوه ویجاړه شوې سیمه

د فوفچانسک (Vovchansk) او لیپتسي (Lyptsi) کوچني ښارګي د روسیې له پولې یوازې له ۵ تر ۱۰ کیلومتره لېرې دي. پر دغو ښارګیو د مې له لسمې څخه چې روسیې پراخ بریدونه پیل کړي، بې درېغه بمباري شوې چې له کبله یې ۹ زره ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دا دوه ښارګوټي د اوکراین دوهم ستر ښار، خارکیف ته هم نژدې دي.

له بلې خوا تر۵۰ ډېرو هیوادونو تایید کړه چې په سویس کې د اوکراین د سولې په کنفرانس کې ګډون کوي.

په دې کنفرانس کې چې په جون کې جوړیږي، په اوکراین کې د دایمي سولې د لارو چارو په موندلو غور کېږي.

د سویس ولسمشر ویلي چې چین په دغو پنځوس هېوادونو کې شامل نه دی.

ده دا خبره د چهارشنبې په ورځ په برلین کې د جرمني له صدراعظم سره په کتنه کې وکړه.

خو د چین ګډون د کنفرانس د بریالیتوب لپاره مهم ګڼل کېږي.

پرون د چین ولسمشر شي جین پینګ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین کوربه و. دوی وروسته په یوه خبرې غونډه کې د اوکراین او غزې د جګړو په اړه خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر په یوه سفر چین ته تللی
د روسیې ولسمشر په یوه سفر چین ته تللی

د چین ولسمشر وویل چې د اوکراین د مسلې لپاره د سیاسي حللارې غوښتونکی دی.

شي جین پینګ وویل، په دې اړه د چین دریځ څرګند او ثابت دی.

پوتین هم د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د سیاسي حللارې یادونه وکړه.

دوی په داسي حال کې د سیاسي حللارې یادونه وکړه چې روسیې پر اوکراین بریدونو ته زور ورکړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG