د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

چارواکي: د اوکراین بې پیلوټه الوتکو د روسیې پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي


د ریاژان سیمه له مسکوه نژدې ۱۸۰ کیلومتره لرې پرته ده. د دې سیمې والي پاول مالکوف وايي، د روسنفت د تېلو په تصفیه خانه کې د بې پیلوټه الوتکې تر برید وروسته اور ولګېد.
د ریاژان سیمه له مسکوه نژدې ۱۸۰ کیلومتره لرې پرته ده. د دې سیمې والي پاول مالکوف وايي، د روسنفت د تېلو په تصفیه خانه کې د بې پیلوټه الوتکې تر برید وروسته اور ولګېد.

د روسیې دفاع وزارت وایي، نن سهار وختي د اوکراین بې پیلوټه الوتکو د روسیې پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په وینا، د روسیې په شپږو سیمو کې ۶۵ اوکرایني ډرون الوتکې د دوی ځواکونو نسکورې کړي دي.

د دې وزارت له ادعا سره سم، ۳۵ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې په فورونیژ، ۲۵په بیلګورود، ۸ په بریانسک او کورسک کې، یوه په لننګراد او یوه هم د ریاژان په سیمه کې نسکوره شوې ده.

د ریاژان سیمه له مسکوه نژدې ۱۸۰ کیلومتره لرې پرته ده، د دې سیمې والي پاول مالکوف وویل، د روسنفت د تېلو په تصفیه خانه کې د بې پیلوټه الوتکې تر برید وروسته اور ولګېد.

مالکوف په ټیلګرام کې لیکلي چې د لومړنیو اطلاعاتو له مخې مرګ ژوبله هم اوښتې، خو ده نور جزییات نه دي ورکړي.

د ځینو راپورونو له مخې د روسنفت د تېلو پر مرکز درې ډرون الوتکو حمله کړې چې دوه تنه یې ټپيان کړي دي.

په بیلګورود کې والي ویاچیسلاف ګلادکوف وایي، پر یوه اپارتمان هم برید شوی، خو څوک نه دي ټپيان شوي.

د روسیې د تاس اژانس د راپور له مخې په بیلګورود کې د روسیې د فدرالي امنیتي څانګې ودانۍ هم ډرون الوتکو ویشتلې چې د ودانۍ مخکنۍ برخه څه زیانمنه شوې او هندارې یې ماتې شوې دي.

د "ایس‌ب‌یو" په نوم د اوکراین د امنیت څانګې یوې سرچینې رویټرز اژانس ته ویلي چې د اوکراین بې پیلوټه الوتکو د روسیې د تېلو درې تصفیه خانې په ریاژن، کستوفو او کیریشي کې په نښه کړي دي.

همدې سرچینې دا خبره هم کړې چې ډرون الوتکو د روسیې په بوتور لینوکا کې یو هوايي ډګر او په فورونیژ سیمه کې یو پوځي هوایي ډګر هم په نښه کړي دي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته تر دې شوي چې د اوکراین ډرون الوتکو د روسیې په نیژني نووګرود سیمه کې چې د اوکراین له سرحده نژدې ۷۷۵ کیلومتره لرې پرته ده د روسیې د تیلو څلورمه لویه تصفیه خانه وویشتله او د اوکراین له سرحده یې ۱۱۶ کیلومتره لرې د اریول په نوم د تېلو یوه زیرمه په نښه کړه چې په دې دواړو مرکزونو کې اورونه ولګېدل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG