د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د اوکراین پر ځینو برخو د روسیې پراخ مرګوني بریدونه


یوه برید ځپلې سیمه
یوه برید ځپلې سیمه

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې روسیې له یکشنبې راهیسې د شاهد په نوم ۱۷۰ بې پېلوټه الوتکې او په لسګونو بېلابېل توغندي توغولي دي.

د ده په وینا، د روسیې په پراخو حملو کې چې د بې پېلوټه الوتکو په مرسته یې کړي، لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.

زلینسکي د دغو حملو په تړاو د ځوابي اقدام خبرداری ورکړی دی.

چارواکي وايي نن سهار ګڼو چاودنو پلازمېنه کییف ولړزاوه او په ګڼو ساحو کې برېښنا پرچاو شوه.

د چارواکو په خبره، د هوايي مدافع دستګاوو د روسیې د میزاییلو د ګڼو حملو د شنډولو راپور ورکړی، خو تر دې څو ساعته مخکې د روسیې بې پېلوټه الوتکو کییف ښار په نښه کړ.

په ختیځ ښار خارکیف کې بیا د روسیې په پراخو حملو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

دا حملې داسې وخت کېږي چې روسیې پرون پر ټول اوکراین د نوي میلادي کال په لومړیو ساعتونو کې د ریکارډ تر سطحې په ایران کې د شاهد په نوم جوړې شوې ۹۰ الوتکې وتوغولې.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر خپل ګاونډي هېواد اوکراین د حملو د سختولو خبرداری ورکړی دی.

پوتین پرون دوشنبه دا خبرداری داسې وخت ورکړی، چې د شنبې په ورځ د روسیې په سرحدي ښار بلګرود کې د توغندیو په حملو ۲۴ کسان ووژل شول او تر سلو زیات نور ټپیان شول.

د اوکراین ولسمشرولودمیر زلینسکي د بریدونو د غچ اخیستو خبرداری ورکړی
د اوکراین ولسمشرولودمیر زلینسکي د بریدونو د غچ اخیستو خبرداری ورکړی

روسیې په هغه حمله کې اوکراین په لاس لرلو تورن کړی او د هغې د غچ اخیستو خبره یې کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي روسیه یو «تروریستي هېواد» بللی او پرون یې له بریتانوۍ ورځپاڼې اکانومیست سره په یوه مرکه کې ویلي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سولې لپاره کومه لېوالتیا نه ده ښوولې.

د اوکراین د خارکیف محلي والي اوله سنی­هوبوف نن ویلي، چې لږ تر لږه په څلورو ساعتونو کې د دغه ښار یو ملیون او څلورسوه زره وګړي په نښه شوي چې څو منزله ودانۍ او د ښار په مرکزي برخه کې یې ملکي بنسټونه زیانمن کړي دي.

بلخوا د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو په ټلګرام کې لیکلي، د استوګنې د ودانیو تر څنګ پر بېلابېلو ساحو د ویشتل شویو میزاییلو د ټوټو د لوېدو له کبله ۱۰ کسان ژوبل شوي دي.

د کلیچکو په وینا، د کییف په پیچیرسکی سیمه کې د ګازو نللیکې هم زیانمنې شوي او په څو ودانیو کې برېښنا پرچاو شوې ده.

تر دې مخکې د اوکراین هوايي ځواک د ۳۵ جنګي بې پېلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړی و، تېره نیمه شپه تر دې څو ساعته مخکې روسیې د کییف په ګډون ګڼ ښارونه په بې پېلوټه الوتکو او میزاییلو وویشتل.

XS
SM
MD
LG