د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

د نېکسټ بنسټ: روسیه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان د توقیف یا نیولو پر مهال مړه شوي


د روسیي یو زندان
د روسیي یو زندان

د روسیې د حکومت پر کړنو یو څارونکی بنسټ وایي چې تېر ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه پنځوس کسان په روسیه کې د توقیف یا نیولو پر مهال مړه شوي دي.

په روسیه کې تېر کال دغه لږ تر لږه پنځوس کسان تر محکمې مخکې توقیف یا هم د پولیسو له خوا د نیولو پر مهال مړه شوي دي.

د نېکسټ په نوم څارونکي بنسټ دغه شمېرې په خپل هغه راپور کې راټولې کړي چې د روسیې د حکومتي ادارو او رسنیزو راپورونو د ارزونې له مخې یې جوړ کړی او د چهارشنبې په ورځ یې خپل ټیلګرام چېنل کي خپور کړی دی.

د راپور له مخې دغو کسانو د پولیسو په توقیف خونو، محکمو، د پولیسو په موټرو او د توقیف په نورو ځانګړو مرکزونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ازادي راډیو روسي څانګې د نېکسټ بنسټ په حواله وړاندې لیکلي چې د پنځوسو کسانو له ډلې ۲۲ یې له محکمې مخکې توقیف، ۱۴ یې د پولیسو په مرکزونو ۵ د نیول کېدو، ۴ د پولیسو په موټرو او پاته نور د پولیسو تر لاس لاندې بېلابېلو ځایونو کې سا ورکړې ده.

د پولیسو تر لاس لاندې د مړینو دغه پېښې د روسیې په پلازمېنه مسکو او شاوخوا ۳۴ نورو موقعیتونو کې ثبت شوي دي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې په مړو شویو کې ۴۸ نرینه او دوه مېرمنې شاملې دي.

د مړینو په لاملونو کې قلبي حملې، ځانوژنې او د پولیسو شکنجه یاده شوې او د لږ تر لږه ۱۳ کسانو د مړینې لامل روښانه شوی نه دی.

د روسیي حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو نورو بېلابېلو بنسټونو هم د روسیې حکومت د بشري حقونو پر نقض تورن کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د موندنو له مخې د روسیې حکومت هغه مظاهرې په زوره تیت او پرک کړي او عاملان یې ان محاکمه کړي چې په اوکراین کې د جګړې په ضد پلان شوې وې.

د جرمونو نړیوالې محکمې یا آی سي سي' هم د تېر کال په مارچ کې د جنګي جرمونو په تور د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د نیولو حکم صادر کړی دی.

د دغې محکمې د څارنوالې په وینا پر اوکراین له جګړې وروسته د روسیې ولسمشر او نورو چارواکو په ګډه ګن شمېر اوکرایني ماشومان په زور له اوکراینه روسیې ته لېږدولي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت بیا د جرمونو نړیوالې محکمې دا تورونه بې بنسټه بللي دي.

XS
SM
MD
LG