د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

نادیا: کیف دې د یرغمل او ورکو کسانو موندلو ته جدي کار وکړي


د اوکراین د پارلمان غړي نادیا ساوچینکو
د اوکراین د پارلمان غړي نادیا ساوچینکو

د اوکراین د پارلمان غړې نادیا ساوچینکو چې په روسیه کې په ۲۲ کاله بند محکومه شوې وه، یو لېست خپور کړی چې د هغو کسانو نومونه په‎کې لیکل شوي چې د اوکراین په ختیځ کې د جګړې پر مهال یرغمل نیول شوي او ورک شوي دي.

نادیا ساوچینکو پرون سې‌شنبه دا نوملړ پر فېسبوک خپور کړی او له اوکرایني چارواکو يې غوښتنه کړې چې د یرغمل شویو او ورکو کسانو د موندلو لپاره جدي کار وکړي.

د ساوچینکو دې کار اوکرایني چارواکي په غُصه کړي دي.

اوکرایني چارواکو له نادیا ساوچینکو غوښتنه کړې وه چې دا معلومات پټ وساتي.

هغې له ‎دې لېست سره یوځای پر فېسبوک ولیکل:

"هیله لرم چې له‎ دې سره به د اوکراین چارواکي د دې وګړو له ازادۍ سره چټک او جدي اقدام وکړي."

مېرمن ساوچینکو د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره یوه طرح هم وړاندې کړې چې درې پړاوونه لري.

هغې وړاندیز کړی چې زندانیان باید تبادله شي، هغه کسان چې په پټو زندانونو کې ساتل کېږي باید وموندل شي او د هغو کسانو معلومات هم باید ترلاسه شي چې په اسارت کې مړه شوي دي.

نادیا ساوچینکو وايي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په جون میاشت کې د روسیې د پلویانو بېلتون غوښتونکو له لوري، د هغه هېواد په ختیځ کې تښتول شوې او په غیر قانوني ډول روسیې ته لېږدول شوې وه.

هغه د روان کال په پيل کې د روسیې یوې محکمې محاکمه کړه او د محکمې د حکم پر اساس‌یې، د دوو روسي خبریالانو د وژلو په جرم په ۲۲ کلونو زندان محکومه کړه.

خو هغه د روان کال په مې میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دوو روسانو سره تبادله او عفوه کړه.

اوکراین ته له ستنېدو سره خلکو د اتلې په توګه د هغې تود هرکلی وکړ خو یو شمېر ملت‌پالي وګړي له هغې راهیسې ورباندې انتقادونه کوي.

نادیا ساوچینکو اوس‌مهال د اوکراین د پارلمان او د اروپايي اتحادیې د پارلماني اسامبلې غړې ده.

د اوکراین د امنیت ادارې یوه چارواکي چې د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط‌یې خبرې کولې، ویلي:

"نادیا ساوچینکو د دې کار ملاتړ نه‎کوي چې د نومونو لېست‌یې خپور کړی دی."

دې چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې حکومت دا لېست ساوچینکو ته د اسیرانو د تبادلې د بهیر د چټکولو لپاره ورکړی او له هغې يې غوښتنه کړې وه چې پټ‌یې وساتي.

دې چارواکي ویلي چې د ساوچینکو له لوري د دې لېست خپرېدل د اوکرایني لوري اعتبار ته زیان رسوي.

د اوکراین امنیت ادارې د مېرمن ساوچینکو تر ازادۍ وروسته، د جګړې پر مهال د لادرکه شویو خلکو او جنګي اسیرانو لېست هغې ته سپارلی و.

نادیا ساوچینکو دا لېست د زندانیانو د تبادلې په اړه د کار لپاره له امنیتي ادارو غوښتی و.

خو تېره میاشت د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو له مشرانو سره د هغې پټې کتنې اوکرایني چارواکي په قهر کړل.

داسې ګڼل کېږي چې ساوچینکو له هغوی سره د اسیرانو د تبادلې په اړه خبرې کړې وې.

د اوکراین امنیتي ځواکونه او د روسیې پلویان بېلتون غوښتونکي له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د هغه هېواد په ختیځ کې سره جنګېږي چې نېږدې ۱۰ زره تنه‌یې له امله وژل شوي دي.

د اوکراین په ختیځ کې د روانې جګړې له امله زرګونه کسان بې‌کوره شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG