د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

اروپايي پارلمان: اولېح سېنسوف د انسانیت، ډموکراسۍ، ازادۍ او حقیقت مدافع


د اروپايي پارلمان غړو اوکراینی فلم جوړونکی اولېح سينسوف سږکال د سخروف د فکر د ازادۍ جاېزې ته کاندید کړی دی.

اولېح سینسوف په خټه د کريمیا دی.

کله چې روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کريمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه، اولېح سینسوف په هغو کسانو کې و چې پر مسکو يې انتقادونه پېل کړل.

اولېح سینسوف توقیف او د ترورېستي فعالیت په جرم په شل کاله زندان محکوم شو.

خو د بشري حقونو د ملاتړ ادارې او غربي دولتونه یې سیاسي حرکت ګڼي.

سينسوف د روسیې په لېري شمال کې زنداني دی.

هغه د مې په ۱۴مه غذايي اعتصاب پیل کړ او د روسیې له حکومته یې د هغو ۶۴ اوکراینیانو دازادۍ غوښتنه وکړه چې دهغه په باور، په روسیه کې سیاسي زندانیان دي.

په اروپايي پارلمان کې د سلواکیا استازي ادوارد کوکان پرون پنجشنبه د سپټمبر په ۲۷مه وویل چې سينسوف ته د دې جاېزې ورکول به له ډموکراسۍ، بشري حقونو او د فکر له ازادۍ د دفاع مبارزې ته د اروپايي پارلمان تعهد څرګند کړي.

ادوارد کوکان وویل:

"اولېح سينسوف په دې هیله چې غږ به یې واورېدل شي او په دې تمه چې نړیواله ټولنه د انساني کرامت، حقیقت، ازادۍ او ډموکراسۍ په ارزښت پوهېږي او درناوی یې کوي، دا سخت ګام (غذايي اعتصاب) اخیستی دی، له دې امله هغه د خپل فکر او عقیدې قرباني زنداني دی."

کوکان وویل، اولېح سينسوف به لومړی اوکراینی وګړی وي چې د سخروف معتبره جايزه ګټي.

د بشري حقونو د څارنې سازمان هیومن رايټس واچ د سينسوف د وکیل په حواله ویلي چې ډاکترانو ۲ میاشتې مخکې د هغه د ژوندي پاتې کېدو لپاره د ځانګړو موادو د ورکولو پرېکړه وکړه .

سينسوف له هغه راهیسې په داسې موادو ژوندی پايېدلی چې وجود یې تغذیه کولای شي.

سږکال د سخروف جایزې ته ټول ۸ تنه کاندیدان دی.

په کاندیدانو کې د سوریې یو عکاس دی چې د "سیزار" په نامه کار کوي او د بشارالاسد د رژیم په زندانونو کې د شکنجه او وژل شویو ښځو او نارینه و عکسونه خپروي.

یو جرمنی وکیل هم کاندید چې په خټه ترک دی او د افراطیت پرضد مبارزه کوي.

د اروپايي پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټه به د اکټوبر په ۲۵مه د جایزې ګټونکی اعلان کړي.

اندرې سخروف د روسیې یو پېژندل شوی فزیکپوه و او د پخواني شوروي کلک سیاسي مخالف و.

د اروپا پارلمان په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د هغه په نوم دا جایزه چې ۵۰ زره ايرو ارزښت لري، جوړه کړه.

د اروپا پارلمان له هغه راهیسې هرکال داسې وګړو او سازمانونو ته دا جايزه ورکوي چې فکري ازادۍ، بشري حقونو او ډموکراسۍ ته خدمت کوی.

دا جایزه نلسن منډېلا او ملالې یوسفزۍ ته هم ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG