د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د امریکا تازه استخباراتي راپور؛ له چین او روسیې ور پېښ ګواښونه یې بیان کړي


د چین پوځي صنایع
د چین پوځي صنایع

د امریکا استخباراتي ادارو د ګواښونو د څېړنې په یوه مفصل کلني راپور کې خبرداری ورکړی چې بیجینګ ښايي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د نفوذ لپاره له ټکنالوژۍ کار واخلي.

د استخباراتي ادارو لخوا کانګرس ته د ګواښ ارزونې کلنۍ راپور دا اوونۍ دوشنبه وړاندې شوی چې تر ډیره حده د چین او روسیې لخوا امریکا ته د راپورته شویو ګواښونو په اړه تمرکز لري.

په راپور کې دې ته اشاره شوې چې په اوکراين کې د جګړې له پيل راهيسې د چين او روسيې ترمنځ سوداګري ډېره شوې او روسيې ته د چينايي توليداتو صادرات له ۲۰۲۲ کال راهيسې درې برابره زيات شوي دي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) مشر ویلیم برنز ویلي له اوکراینه د ملاتړ دوام، چین ته د تایوان یا جنوبي چین د سمندرګي د اشغال په اړه پیغام ورکوي.

تایوان؛ هغه ځای چې چین پرې سترګې ګنډلي
تایوان؛ هغه ځای چې چین پرې سترګې ګنډلي

برنز وویل د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې ارزونه دا ده چې د چین ولسمشر شي جینپینګ په دې پوه شوی چې څه پېښ شوي او هغه تمه نه درلوده چې اوکراین به په زړورتیا او استقامت سره مقاومت وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي استخباراتو د ادارې مشر اوریل هاینس هم د امریکا د سنا د استخباراتو کمیټې ته په خپله وینا کې له قانون جوړونکو وغوښتل چې اوکراین ته نورې پوځي مرستې تصویب کړي؛ ځکه د هغه په وینا، اوکراین به څنګه وکولای شي چې د واشنګټن له مرستې پرته هغه خاوره چې له روسیې څخه یې بېرته ترلاسه کړې، وساتي.

د ګواښونو د ارزونې کلني راپور خبرداری ورکړی چې چین کولی شي د نومبر په میاشت کې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نفوذ کولو لپاره له ټیکنالوژۍ څخه کار واخلي، ځکه چې بیجینګ هڅه کوي په متحده ایالاتو کې ټولنیز درزونه زیات او د بېجینګ منتقدان یو خوا ته کړي.

د ګواښ ارزونې کلني راپور کې دا هم ویل شوي چین له یو شمیر داخلي ازموینو سره مخ دی چې احتمال لري د کمونست ګوند د مشرانو د زیاتې ځان غوښتنې مخه ونیسي.

د راپور له مخې، د چين د کمونست ګوند مشران له ډېرې مودې راهيسې په دې باور دي چې د چين د تکنالوژۍ پر بنسټ اقتصادي وده به د لوېديځو هېوادونو په پرتله ډېره شي. خو د بېجينګ د سختو او شدیدو تګلارو له امله به د چین د اقتصادي ودې په برخه کې د پانګونکو او مصرفوونکو لېوالتیا کمه شي.

XS
SM
MD
LG