د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

امریکايي او چینايي چارواکو د اړیکو پر ښه والي خبرې کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او د چین ولسمشر شي جین پينګ د روغبړ پر مهال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او د چین ولسمشر شي جین پينګ د روغبړ پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او د چین ولسمشر شي جین پينګ د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي او یو لړ نورو مسلو خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پېکېنګ ته د خپل کم‌ساري دوه ورځني سفر په پای کې نن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل.

د چین ولسمشر دغه خبرې 'ډېرې ښې بللي او ویلې یې دي: "دواړه لوري د یو شمېر مشخصو مسایلو پر سر له پرمختګ وروسته هوکړې ته سره ورسېدل."

شي هیله ښودلې چې دغه لیده کاته به د چین او امریکا د اړیکو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي او په خبره یې: "د دولتونو ترمنځ تعامل باید تل د رښتینولۍ او متقابل درناوي پر بنسټ وي."

دا له تېرو ۵ کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چین ته سفر کوي.

د چین له ولسمشر سره د بلېنکن لیده کاته د هغه د سفر په وروستیو کې تایید او رسنیز شول او لوېدیځو اژانسونو لیکلي، دا ګام څرګندوي چې چین غواړي له امریکا سره خړې پړې اړیکې بېرته ورغوي.

بلېنکن پېکېنګ ته د سفر پر مهال د چین د بهرني سیاست له لوړ پوړي چارواکي وانګ یي او د چین د بهرنیو چارو له وزیر چین ګانګ سره هم کتلي دي.

له چین ګانګ سره د بلېنکن لیدو کتو ۷ نیم ساعته دوام کړی او دا د ملاقات له پلان شوي وخته زیات و.

بلېنکن تر دې سفر وروسته خبریالانو ته ویلي، د بشري حقونو د اندېښنو په ګډون یې په یو شمېر مهمو مسئلو له چینایي لوري سره خبره کړې او په خبره یې امریکا غواړي هره موضوع د ډيپلوماسۍ له لارې هواره کړي.

په راپورونو کې راغلي چې چینایي ډيپلوماتانو له امریکایي لوري غوښتنه کړې چې "د چین د ګواښ د نظریې" له تبلیغاتو دې ډډه وکړي.

چین ته د بلېنکن سفر تېرې فبروري میاشتې ته پلان شوی و، خو هغه مهال دا سفر وروسته تر دې وځنډېده چې امریکا وویل، پر خپله فضا یې د چین یو جاسوسي بالون رانسکور کړی دی.

د چین او امریکا اړیکې له سیاسي پلوه مهمې بلل کېږي، خو د ځینو مسئلو پر سر دغه اړیکې په دې وروستیو کلونو کې خړې پړې شوي دي.

په اوکراین کې د روسیې له جګړې د چین ملاتړ او د تایوان په وړاندې د چین ګواښونه هغه مسئلې دي چې د واشنګټن او پېکېنګ اړیکې یې کړکېچنې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل چینایي سیال ته د واشنګټن د سفر بلنه ورکړې او خپله د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ویلي، راتلونکې څو میاشتو پورې به د چین له ولسمشر سره وګوري او په اختلافي مسئلو به خبرې ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG