د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ د انرژۍ تاسیسات او د اوبو بندونه په نښه شوي


د اوکراین د اوبو او برښنا شرکت په یو بیان کې ویلي، روسیې په ژاپوریژیا کې د دینپرو بند په دوو توغندو ویشتلی چې ورسره د دې بند یوه برخه زیانمنه شوې، خو سمدستي د بند د ماتېدو خطر نه‌شته.
د اوکراین د اوبو او برښنا شرکت په یو بیان کې ویلي، روسیې په ژاپوریژیا کې د دینپرو بند په دوو توغندو ویشتلی چې ورسره د دې بند یوه برخه زیانمنه شوې، خو سمدستي د بند د ماتېدو خطر نه‌شته.

روسیې پر اوکراین د بریدونو په نوې څپه د دې هېواد د انرژۍ تاسیسات او د اوبو بندونه په نښه کړي دي.

روسیې نن د جمعه د مارچ ۲۲مه پر اوکراین د بریدونو په نوی څپه کې د دې هېواد د برښنا تاسیسات، د اوبو تر ټولو لوی بند او د ژاپوریژیا اټومي بټۍ په نښه کړي چې ورسره د دې هېواد په ډېرو برخو کې برښنا پرې شوې ده.

په دې بریدونو کې تراوسه د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د اوکراین د اوبو او برښنا شرکت په یو بیان کې ویلي، روسیې په ژاپوریژیا کې د دینپرو بند په دوو توغندو ویشتلی چې ورسره د دې بند یوه برخه زیانمنه شوې، خو سمدستي د بند د ماتېدو خطر نه‌شته.

د دې شرکت په خبره، په بند کې اور لګېدلی، خو بېړني خدمتونه په ساحه کې کار کوي څو وضعیت کنټرول کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر ویلي، روسیې نن شپه پر اوکراین ۶۰ د ډرون الوتکو او ۹۰ توغندیز بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړې: "نړۍ یرغلګر روسیه ولیده چې د اوکرایین د برښنا او انرژۍ تاسیسات، د اوبو بند او د ملکیانو کورونه يې په نښه کړل."

زیلینسکي یوځل بیا پر خپلو لوېدیځو متحدینو غږ کړی چې اوکراین ته دې د وسلو او مهماتو لېږد چټک کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د ژاپوریژیا سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، روسیې پر دې سیمې ۱۲ بریدونه کړي چې په کې یو تن وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.

د چارواکو په خبره، په سیمه کې برښنا هم پرې شوې ده.

خو د اوکراین د اینرواتوم برښنا شرکت بیا ویلي چې ویجاړ شوي مزي يې بېرته ترمیم کړي دي.

له دې سره هممهاله د روسیې د توپونو د بریدونو له کبله د خارکییف سیمه برښنا او اوبه له کمښت سره مخامخ شوې ده.

د سیمې یوه چارواکي اوله سیني هوبوف پر خپل ټلګرام ویلي: "یرغلګرو د انرژۍ پر تاسیساتو ۱۵ بریدونه کړي دي."

د هغه په خبره، اوس په ښار کې برښنا نه‌شته.

بل پلو بیا د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف د "اې‌آی‌ایف" په نوم یوې روسیي رسني سره په خبرو کې ویلي، د لوېدیځو هېوادنو د لاسوهنې له کبله روسیه اوس عملاً په اوکراین په جګړه کې بوخته ده.

د پیسکوف په خبره: "موږ په جګړه کې یو، دا جګړه د ځانګړو پوځي عملیاتو په نوم پیل شوې وه، خو لوېدیځو هېوادنو د اوکراین پلوي پیل کړه او اوس دا زموږ لپاره جګړه ده."

د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ راهیسې له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، روسیې دې جګړې ته د ځانګړو پوځي عملیات نوم ورکړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG