د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د المپیک نړیواله کمېټه: روسیه او بیلاروس د پاریس د المپیک مراسمو په پرېډ کې ګډون نه شي کولی


د پاریس د المپیک سیالیو یو اړوند تصویر
د پاریس د المپیک سیالیو یو اړوند تصویر

د المیپک نړیوالې کمېټې پرون اعلان وکړ چې روسیې او بیلاروس ته به اجازه نه وي چې په پاریس کې د جولای په ۲۶مه د المپیک د پرانیستو د مراسمو په پرېډ کې ګډون وکړي.

په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د المپیک د نړیوالې کمېټې د پرېکړې له مخې، د دواړو هېوادونو لوبغاړي چې د المپیک لوبو ته غوره شوي پرته له دې چې د خپلو هېوادونو بیرغ ولېږدوي او یا یې ملي سرود خپور شي؛ د خپلواکو لوبغاړو په توګه په المپیک کې سیالي کولای شي.

په پام کې ده چې د پاریس د المپیک د پرانیستو په مراسمو کې به زرګونه لوبغاړي د پاریس په سِن Seine سیند کې د کشتیو په وسیله د آیفل برج پر لور وخوځېږي.

دا په سټوډیومونو کې دننه د المپیک د تېرو مراسمو له دود سره ښکاره توپیر لري.

XS
SM
MD
LG