د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د روسیې او چین ولسمشرانو د ستراتیژيک مشارکت د لا ټینګښت په هدف یو ګډ سند لاسلیک کړی


د عکس ښي لور ته د چین ولسمشر شي جين پينګ او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روغبړ پر مهال
د عکس ښي لور ته د چین ولسمشر شي جين پينګ او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روغبړ پر مهال

د روسیې او چین ولسمشرانو د ستراتیژيک مشارکت د لا ټینګښت په هدف یو ګډ سند لاسلیک کړی دی.

چین ته د پوتین سفر په داسې حال کې شوی چې روسیه د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د مسکو له غیرموجه یرغل وروسته له اقتصادي پلوه پر چین ډېره تکیه کړې ده.

ولسمشر پوتين نن د مې ١٦مه د چين له ولسمشر شي جين پینګ سره وکتل.
پوتين له چين سره د ستراتيژيکو همکاريو د پياوړتيا په اړه د سند له لاسليکولو وروسته په ګډه وينا کې په څو مواردو کې له چين سره د ښو اقتصادي اړيکو يادونه وکړه.

هغه وویل: "د چين د احصايیې له مخې تېر کال د روسيې او چين ترمنځ سوداګري يو پر څلورمه برخه لوړه شوې او د ٢۴٠ مليارډو ډالرو نوي ريکارډ ته رسېدلې ده. زموږ اټکل یو څه توپیر لري، مګر دا ارقام په بشپړ ډول سم دي."

د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې پوتین د اوکراین د شخړې د هواري لپاره د چین د ولسمشر شي جین پینګ له هڅو مننه کړې ده.

په دې ناسته کې، د دواړو هېوادونو مشرانو د ملګرتیا په زیاتېدو ټینګار وکړ ځکه دواړه له لویدیځ سره په کړکېچ کې دي.

د روسیې او چین مشرانو په یوه مفصله ګډه اعلامیه کې چې هدف یې په نوي عصر کې د هراړخیزو او ستراتیژیکو همکاریو زیاتول دي خپل دریځونه د اقتصاد او فضا څخه نیولې تر دفاع، اوکراین او تایوان پورې د ټولو مهمو مسلو په اړه شریک کړل.

شي جين پينګ په دې اړه وويل: "د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ٧٥مې کاليزې په مناسبت، موږ په نوې زمانه کې د چين او روسيې ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د ژورتيا په اړه د چين د ولسي جمهوريت او د روسيې فدراسيون ګډه اعلاميه لاسليک او خپره کړه."

د روسیې او چین مشرانو هم پر متحده ایالاتو د یو لړ هغو اقداماتو له امله نیوکه وکړه چې پوتین او شي جین پینګ یې د روسیې او چین لپاره ګواښ بولي.

ولادیمیر پوتین چې د جرمونو نړیوالې محکمې لخوا یې د نیولو حکم صادر شوی، په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د غیرموجه یرغل له پیل راهیسې په ندرت له روسیې بهر سفر کړی.

دا د پوتین لومړی بهرنی سفر دی چې د پنځمې دورې لپاره له بیا ټاکل کېدو وروسته یې ترسره کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG