د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

اوکراین ته د ۴،۲ میلیارده ډالره بشري مرستې غوښتنه


یو بېوزلۍ ځپلی اوکرایني وګړی
یو بېوزلۍ ځپلی اوکرایني وګړی

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د اوکراین دننه ( ۱۴،۶) څوارلس اعشاریه شپږ میلیونه وګړي چې د دغه هېواد د وګړو ۴۰ فیصده برخه جوړوي، سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه خبره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا نن دوشنبه( د جنورۍ ۱۵) په جینوا کې کړې ده.

اوچا د اوکراین لپاره د ۲۰۲۴ کال د اړتیا او ځواب ورکونې په پلان کې ویلي چې د اوکراین د جګړې له کبله په نژدې دوو کلونو کې ( ۶،۳) شپږ اعشاریه درې میلیونه اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي هم دي.

د دوی د معلوماتو له مخې په دغو اوکرایني کډوالو کې پنځه اعشاریه نهه میلیونه یوازې اروپایي هېوادونو ته تللي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې مشر مارتین ګریفیټس په جینوا کې د روسیې د جګړې له کبله رامنځته شوي بشري ناورین ته په اشارې وویل:

" سږ کال به د اوکراین ۴۰ فیصده وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دې معنا چې د اوکراین ۱۴ اعشاریه ۶ میلیونه وګړي مرستو ته اړ دي. یوازې ۴ میلیونه کسان د اوکراین د ننه بې ځایه شوي دي. دا د هغو کسانو سربیره دی چې له اوکراینه بهر کډوال شوي. درې اعشاریه درې میلیونه اوکراینیان د دغه هېواد د ختیځ او جنوب په هغو ټولنو کې ژوند کوي چې د جګړې لومړۍ کرښې په کې دي."

یو شمېر اوکراینیان
یو شمېر اوکراینیان

ملګري ملتونه وایي، سلګونه زره اوکرایني ماشومان هم د جګړې په لومړیو کرښو او هغو سیمو کې ژوند کوي چې د روسیې د هوایي او ځمکنیو بریدونو له خطر سره مخامخې دي.

د جګړې کرښو ته نژدې د اوکراین په پرتو ښارونو کې خلکو خپل زیرمه شوي خوراکي مواد خلاص کړي او د ملګرو ملتونو په وینا د ژوندي پاته کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وایي چې د غوښتل شویو ۴ اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو له ډلې به څه باندې درې میلیارده په اوکراین کې دننه د جګړه ځپلو خلکو پر اړتیاوو ولګول شي او شاوخوا یو میلیارد به له اوکراینه بهر کډوالو شویو کسانو او د هغوی کوربه هېوادونو ته ورکړل شي.

پر اوکراین د روسیې د نا موجه یرغل دادی نژدې دوه کاله پوره کیږي، خو تراوسه هم دغه جګړه روانه چې تر ډېره یې زیان عامو اوکراینیانو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته رسیدلی دی.

د اوکراین د جګړې له کبله د روسیي حکومت د لویدیځو هېوادونو له ګڼو محدودیتونو او بندیزونو سره مخامخ شوی دی، خو په ځواب کې یې روسیې له خپلو یوشمېر متحدانو لکه: چین، شمالي کوریا او ایران سره اړیکې پیاوړې کړې دي.

د ازادي راډیو اوکرایني څانګې په یوه تحلیل کې ویلي، ممکن د ۲۰۲۴ کال تر وروستیو هم د اوکراین جګړه همدغسې روانه وي.

XS
SM
MD
LG