د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو دوام


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د اوکراین هوایي ځواکونه د روسیې د څو بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو د له منځه وړلو خبر ورکوي چې د دې هېواد پر ځینو اهدافو د بریدونو لپاره ترې کاراخیستل کیده.

د اوکراین هوایي ځواکونو وویل د نولسو ډرون الوتکو چې روسیې ورڅخه پرکییف، ادیسه، خیرسون او د اوکراین پریوشمیرنورو سیمو د بریدونو لپاره کاراخیست، اتلس یې له مینځه وړې دي.

د کییف لپاره د پوځي ادارې مشر سیرهي پاپکو پرټیلګرام چینل لیکلي: د لومړنیو معلوماتو له مخې دغو ډرون الوتکو په پلازمېنه کییف کې ځاني او مالي زیانونه نه دي اړولي.

د اوکراین هوایي ځواکونو همدارنګه ویلي چې روسیې په ختیځ کې د خارکییف پرسیمې له ځمکې هواته دوه رهبري شوي میزایل توغولي چې تلفات یې نه دي اړولي.

په عین حال کې په جنوب کې د خیرسون د سیمې پوځي چارواکو نن چهارشنبې وویل چې یوه ورځ مخکې د روسیې په توغندویي بریدونو کې د ۴ ماشومانو په شمول شپاړس تنه ټپیان شوي دي.

پراوکراین د روسیې له خوا دغه نوي بریدونه داسې مهال کیږي چې د اوکراین ولسمشر ولادمیرزیلنسکي تېره ورځ په کییف کې د دې کال په وروستي خبري کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې امریکا به ورسره نوره مرسته وکړي.

د نوموړي له دې څرګندونو څو ساعته وروسته راپورونه خپاره شول چې د امریکا سناجرګه به له اوکراین سره د نورو مرستو او د متحدو ایالتونو د پولو د ټینګښت لپاره یوې نوې بستې ته د راتلونکي کال له لومړیو د مخه رایې ورنه کړې.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې په سنا جرګه کې د ډموکراتانو مشر چک شومر او د جمهوری پلوو مشر میچ مککانیل خپره کړې، ویل شوي چې مذاکره کوونکي هڅونکی پرمختګ کوي خو دوی تراوسه له ځینو ننګونو سره هم مخ دي.

ښاغلي شومرنن چهارشنبې خبریالانو ته وویل چې زموږ مذاکره کونکي به د ډسمبراو د جنوري د میاشتو په رخصتیو کې سخت کار وکړي او هدف مو دادی چې کله بیرته کارته راګرځوو، هرڅومره ژر چې کیدای شي یوه لاس ته راوړنه ولرو.

XS
SM
MD
LG