د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د روسیې د پټرولو په یوه زېرمه ځای کې له برید وروسته اور بل شوی


د روسیې د کورسک سیمې په لوېدیځ کې د اوکراین پولې ته نژدې د پټرولو پر یوه زېرمه تون د بې پیلوټه الوتکو له دوو ګزارونو وروسته اور بل شوی دی.
د روسیې د کورسک سیمې په لوېدیځ کې د اوکراین پولې ته نژدې د پټرولو پر یوه زېرمه تون د بې پیلوټه الوتکو له دوو ګزارونو وروسته اور بل شوی دی.

د روسیې د پټرولو په یوه زېرمه ځای کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته اور بل شوی دی.

د روسیې د کورسک سیمې په لوېدیځ کې د اوکراین پولې ته نژدې د پټرولو پر یوه زېرمه تون د بې پیلوټه الوتکو له دوو ګزارونو وروسته اور بل شوی دی.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، دغه بې پیلوټه الوتکې چې د پټرولو پر زېرمه لګیدلي، د اوکراین اړوند وې، خو اوکرایني چارواکو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کورسک سیمې والي رومن ستاروویت ویلي چې د نن سهار په دغو بریدونو کې د سون توکو یوه ډيپو سوځېدلې، خو په خبره یې د سر زیان چاته نه دی اوښتی.

د ازادي راډيو روسي څانګې د یوه ټیلګرام چېنل د تصویرونو په استناد لیکلي چې بې پیلوټه الوتکه د میخاییلوفسکي د کارخونې په قلمرو کې لګېدلې ده.

دا د روسېې له لویو کارخانو څخه ده د اوسپنې د کیندنې او پروسس چارې په کې مخته ځي.

د ۲۰۲۳م کال په لومړیو کې د روسیې دغه کارخانه د امریکا د بندیزونو په لېست کې شامله شوه.

راپور کې راغلي چې د بې پیلوټه الوتکې له لومړي ګزار دوه ساعته وروسته یوه بله بې پیلوټه الوتکه هم پر دغې کارخونې لګېدلې او دا دویم برید تایید شوی هم دی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې نن سهار دوی درې بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړي چې دوه یې د همدې کارخونې په سیمه او یوه بله په بلګورود سیمه کې.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته بې پيلوټه الوتکې په منظم ډول د روسیې پر فضا الوتنې کوي.

دغه الوتکې وخت نا وخت ویجاړۍ او مرګ ژوبله هم رامنځته کوي.

د روسیې دفاع وزارت دغه الوتکې د اوکراین بولي، خو کییف تر ډېره په دې راپورونو تبصره نه کوي.

په اوکراین کې د روسیې جګړه د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه دوه کلنه شوه، خو لا یې هم اور تازه دی او د پای ته رسېدو څرک یې نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG