په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په افغانستان کې د نشهيي توکو پر کښت او تولید اندېښنه ښودلې ده.
په یوه راپور کې چې د 'یو این او ډي سي' لخوا د فبرورۍ په ۲۷مه خپور شو، په منځنۍ آسیا کې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر سیمهییزې استازې اشیتا میتال وویل: "افغانستان له نږدې څلوېښتو کلونو راهیسې له ګډوډۍ سره مخ دی. ځکه چې د دې هېواد اقتصاد مخ په ودې نه و، له همدې امله تریاک د تبادلې اسعارو ته بدل شو."
هغې زیاته کړه، په افغانستان کې څلور لسیزې جګړې د هر ډول نشهیي توکو کښت او تولید ممکن کړی دی.
په منځنۍ اسيا کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د سيمهییزې استازې په وينا، افغانستان نه يوازې د تریاکو توليدوونکى هېواد دى، بلکې ترياک وروسته په هيروينو بدلېږي او په دې هېواد کې ميتامفيتامين هم توليدېږي.
نوموړې زیاته کړه چې د طالبانو حکومت له خوا د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته، د افغانستان د بازارونو شرایط داسې دي چې احتمال شته قاچاقبران هڅه وکړي چې د میتامفیتامین تولید زیات کړي.
د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه په دې اړه وپوښتل شول چې ایا په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د طالبانو حکومت بندیز د میتامفیتامین زیات تولید ته لاره هواره کړې ده؟ خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو پوښتنه ځواب نهکړه.
خو مجاهد له دې وړاندې ویلي وو چې حکومت یې د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه کړې او په دې برخه کې یې د هېوادونو او سازمانونو اندېښنې بې بنسټه بللې دي.
د' یو این او ډي سي' په راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې کروندګر د کوکنارو بدیل کښت ته لاسرسی نه لري.
یو شمېر کروندګرو هم د اقلیم له بدلون او اقتصادي کړکېچ وروسته د خپل اقتصادي وضعیت او کاروبار په اړه شکایت کوي او وايي چې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته له دوی سره هېڅ ډول همکاري نه ده شوې او د طالبانو حکومت ورته بدیل کښت نه دی ورکړی.
د بلخ ولایت یو کروندګر معراج ازادي راډيو ته وویل: "د تېر کال په پرتله سږ کال کروندګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي، هغه که د اوبو کمښت، د اقلیم بدلون او یا هم اقتصادي عوامل وي."
د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې یوبل کروندګر چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "کروندګرو د تریاکو په بدیل کې غنم، پیاز او بانجان واخیستل، خو تر اوسه د اسلامي امارت د لورې تر اوسه مونږ کروندګرو ته کومه پروژه یا کوم پروګرام نه دی رسیدلی."
دا په داسې حال کې ده چې 'یو این او ډي سي' په منځنۍ اسیا کې د مخدره توکو، ګواښونو او اړوندو جرمونو په اړه د معلوماتو د څېړنې او تحلیل لپاره یو مرکز جوړ کړی دی.
د دغه مرکز چارواکو ویلي چې د دوې څېړنې پریکړه کوونکو ته دا امکان ورکوي چې په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د مخدره موادو د ستونزو د کچې په اړه مفصل معلومات ولري.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل راپور کې ویلي چې له څو لسیزو راهیسې تریاک له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا او شمالي لارو له لارې د اروپا، حتی سویل ختیځې اسیا، منځني ختیځ او افریقا په ګډون نورو بازارونو ته رسېدلي دي.
یاد سازمان زیاته کړې، په سیمه کې د نشهیي توکو د سوداګرۍ څارنه خورا مهمه ده، ځکه چې قاچاقبران د خپلو محصولاتو د قاچاق لپاره نوې لارې لټوي او د مصنوعي مخدره توکو زیاتوالی د بالقوه نړیوالو پایلو سره ستونزې رامینځته کوي.
'یو این او ډي سي' د نشهيي توکو په ځانګړې توګه د هيروينو لوړه بيه د نشهيي توکو د ناقانونه سوداګرۍ لامل ګڼي او وايي چې د دې پديدې پر سوداګرۍ بايد په ګډه نظارت وشي.
په تېرو دوو لسيزو کې افغانستان تل د نشه يي توکو د کښت او توليد په برخه کې د نړيوالې ټولنې د اندېښنې وړ هېواد و، خو په پخواني جمهوري نظام کې يې د کښت د کمولو لپاره کروندګرو ته د زعفرانو په څېر بديل حاصلات ورکول کېدل.