د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

په کابل کې ځینې ټکسي چلوونکي د طالبانو د ترافیک پولیسو له چلنده شکایت کوي


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

په کابل کې یو شمېر ټکسي چلوونکي د طالبانو حکومت د ترافیکو پولیسو له چلنده شکایت کوي.

په کابل کې یو شمېر ټکسي چلوونکي ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د ترافيکو پولیسو چلند نه یوازې د دوی ګټه کمه کړې، بلکې دوی ته یې وخت ناوخته تاوان هم اړولی دی.

د دوی په خبره، ترافیک پولیس د ښار پر واټونو کې د سورلي پورته کولو پر مهال د دوی د موټرو ټایرونه په تېزو څېزونو 'پېچکشونو' سوري کوي او په عین حال کې جریمه هم ترې اخلي.

دوی ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت دې چلند نه یوازې دا چې د دوی ګټه کمه کړې، بلکې تاوني کړي یې هم دي.

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه کې یو ټکسي چلونکي د خپل موټر ترڅنګ ولاړ دی.
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه کې یو ټکسي چلونکي د خپل موټر ترڅنګ ولاړ دی.

په کابل کې یو ټکسي چلوونکي چې نه غواړي خپل نوم او د کاري سيمې نوم یې په دې راپور کې ياد شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "تېره اوونۍ مې د دولس زره افغانیو ټايرونه اخيستي وو، اوس وېرېږم چې ښار ته لاړ شم که بيا يې سوري کړي، نو ١٢ زره افغانۍ له کومه کړم چې ټايرونه واخلم؟ په لارو کوڅو کې که کوم ناروغ پيدا شي یا د وادونو يا ختمونو پاى کې څوک له يوه کوره بل ته ورسوو، که‌نه نو همدلته کرار ناست يو."

که څه هم د کابل ښار ټکسي چلوونکي مني چې کله ناکله په هغو ځايونو کې د سورلي پورته کولو لپاره درېږي چې د ترافيکي اصولو له مخې اجازه نه لري، خو زياتوي چې ستونزه په ښار کې د ټکسيانو لپار د ټاکل شويو تمځايونو نشتوالى دى.

دوی ټینګار کوي چې د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپار چېرې چې سورلي وي هملته ودرېږي.

د دغو ټکسي چلوونکو له ډلې یو بل چې نه یې غوښتل نوم يې په راپور کې ياد شي، ازادي راډیو ته وویل: "همدا اوس زما د موټر ټایرونه ودرې چې درته ويې شمېرم، یو، دوه، درې، څلور او پنځه سوري زما د موټر په یوه ټایر کې دي، دوه په بل ټاير کې دي. موږ کار کوو، دوی مو نه پرېږدي، د دې لپاره چې د ټکسي ځای، نه دي مالوم موږ نه پوهېږو چې له کوم ځای څخه سورلي پورته کړو. تمځاى معلوم نه دی کابل ښار کې خو بيا هم ټايرونه پنچروي يوه بله ډله ده زېړې زېړې ورقې ورکوي، حیران يو چې د کوم یو خبرې ومنو."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې ټکسي چلوونکو سره د دې ترافيک پولیسو د دې چلند د لامل او د ستونزې د هواري په موخه د طالبانو د حکومت د ترافيکو عمومي رييس حسيب الله مختار وپوښتي، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

خو په افغانستان کې د ټکسي چلوونکو لپاره دا ستونزه کومه نوې خبره نه ده او په تېر جمهوري نظام کې هم دوی ورته شکایت درلود.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG