د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

هېواد: "جنبش رستاخېز تغیر" ډلې پر موټرو پیسې ویشلې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په کابل کې د پرونۍ مظاهرې په اړه لیکلي دي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، له بده مرغه موږ ناوړه حکومت لرو چې نه یې د امنیت په راوستلو کې کارنده ګامونه اخېستي او نه یې په نورو برخو کې هم د پام وړ بریا لرلې ده.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، ستونزه یوازې دا نه ده چې ناوړه حکومت لرو، بلکې دی لیکي چې اوسني مخالفین یې هم ناوړه دي، دوی هم د ولس پر ځای د خپلو شخصي ګټو او د خپلو پردیو بادارانو لپاره کار کوي.

د ده په خبره، د حکومت دغو سیاسي مخالفینو ته تر هر څه زیاته د ځینو سفارتونو خوشحالي مهمه ده او له همدې امله راوځي، سړکونه بندوي او خلک ځوروي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو لیکلي، پرون مغرضو کسانو او د پردیو په چوپړ کې کړیو یو ځل بیا په ښار کې د بلوا جوړولو هڅې وکړې چې د کابل ښار مهمې لارې وتړل شوې او بیا هم ملکي وګړو ته زیانونه واوښتل.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د جنبش رستاخېز تغیر په نوم مظاهره کوونکې ډلې پر موټرو پیسې ویشلې چې د ده په خبره د مظاهرې په نامه بلوا کې ورسره برخه واخلي.

په سرمقاله کې د کابل ښار د یو اوسېدونکي له قوله ویل شوي، هر هغه موټر چلونکي ته چې له مظاهره کوونکو سره یو ځای کېدو او هارڼونه یې وهل پنځه زره افغانۍ ورکول کېدې.

په سر مقاله کې راغلي چې امنیتي مسؤلین باید د داشان حرکتونو مخه ونیسي کوم چې د اساسي قانون او ملي ارزښتونو پر ضد د پردیو په لمسون او د ولس په زیان وي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې، اعتراضونه او مظاهرې د هر افغان حق ګڼلی او دا چې حکومت د مظاهره کوونکو غوښتنو ته پام نه اړوي دا یې نا سم کار بللی دی.

سر مقاله لیکونکي لیکلي، ولسمشر کولای شول چې د اعتراض کوونکو د احساساتو د ارامه کولو لپاره د دوی ځینې مشروع غوښتنې ومني.

د ده په باور د حکومت لوری ناسم دی او د خلکو فاصله به ورسره کرار ـ کرار نوره هم زیاته شي.

XS
SM
MD
LG