د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د لوی څارنوال هڅې


د فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان د لوی څارنوال هڅو ته نیویارک ټایمز ورځپاڼې پام اړولی دی.

ورځپاڼه لیکي:

محمد فرید حمیدي، د افغانستان د حکومت د ترټولو په فساد ککړې ادارې د دفتر په کونج کې دنده لري چې عدالت په واقعي ډول پلی کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په لیکنه، په افغانستان کې د فساد او معافیت فرهنګ له ډېرې مودې راهیسې جاري دی او عادي خلک نور زیات خپل د اعتراض غږ نه اوچتوي.

ورځپاڼه د فساد په وړاندې د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې کمېټې د رئیس نسیم اکبر له قوله لیکي چې ویلي یې دي، کله چې تاسو د فساد په اړه د مبارزې خبره کوئ خلک خاندي او وایي ښه چانس.

نیویارک ټایمز وړاندې د ښاغلي اکبر له قوله لیکي:

تر ټولو په فساد ککړ خلک د فساد په وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کوي.

په وزارتونو کې د تفتیش او کنټرول دفترونه د پراخ فساد په خاطر پېژندل کېږي.

د ورځپاڼې په وینا د دغې ادارې مسؤل چې په ټول افغانستان کې د فساد په وړاندې د مبارزې د هڅو د ارزیابي دنده لري، زیاتوي چې خلکو پر دغو هڅو بیخې خپل باور له لاسه ورکړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

د افغانستان لویه څارنوالي چې باید د قانون د تنفیذ ستره اداره وي، په خپله قانون تر پښولاندې کوي.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان لوی څارنوال ته چې په وروستیو کې یې له پروان ولایت څخه رسمي کتنه کوله، په دې ولایت کې د حقوقو د پوهنځي یوه محصل معروف لطفي وویل، کله چې تاسو یو قیمتي دوه یا درې پوړېز کور ویني او پوښتنه کوي چې هغه د چا دی؟ درته وایي چې خاوند یې یو څارنوال دی چې په لویه څارنوالۍ کې کار کوي.

ډیجیټال ژورنال:

ډیجیټال ژورنال خپرونې په یوه ترافیکې پېښه کې په لسګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې ته پام اړولی دی.

یو ۳۰۳ بس چې له کندهاره کابل ته په لاره و، د یکشنبې په سهار د زابل مرکز قلات ته نېږدې په جلدک سیمه کې د تیلو له یوه ټانکر سره ټکر وکړ او دواړو اور واخېست.

د زابل د چارواکو په وینا په دې پېښه کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

د دغو چارواکو په وینا هغه مسافر چې د بس دننه بند پاتې و، وسوځېدل.

دیجیټال خپرونه لیکي:

د کابل کندهار لاره له هغو سیمو تېرېږي چې د شخړو شاهدې دي.

د خپرونې په وینا د بسونو چلونکي په ډېر سرعت او بې پروایي په دغه لاره موټر ځغلوي چې ځان د وسله‎والو له حملو خوندي کړي.

ډیجیټال خپرونه دغه راز لیکي:

د نړۍ په کچه د افغانستان سړکونه ډېر خطرناک دي، اکثره دغه سړکونه خراب دي او ټرافیکې مقررات هم څوک دومره نه مراعتوي.

د خپرونې په وینا په افغانستان کې دغه راز ډېر خلک له زړو مسافر وړونکو موټرو کار اخلي چې له امله یې ټرافېکې پېښې او د تلفاتو شمېر یوه عادي خبره ده.

XS
SM
MD
LG