د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

افغانستان کې د ترافیکي پېښو زیاتېدو لاملونه څه دي؟


د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون، ناسم ترافیکي کنټرول او د مجازاتو نشتوالی په هېواد کې د ترافیکي پېښو د ډېر والي عمده لاملونه ګڼي.

یاد کمېسیون وايي، که د ترافیکو پولیس خپله دنده په سمه توګه پرمخ يوسي او موټر چلونکي هم ترافیکي قوانین رعایت کړي نو ترافیکي پېښې به کمې شي.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون، د قانون پلې کېدل، منظم ترافیکي کنټرول او د معیاري سړکونو جوړېدل د ترافیکي پېښو په کموالي کې اغېزمن ګڼي.

د دغه کمېسیون غړې برېښنا بدیع د شنبې په ورځ ازادي راډيو وویل، که له يوه اړخه خلک ترافیکي قوانین نه مراعتوي نو له بله پلوه ترافیک هم خپل مسؤولیتونه په سمه توګه نه ترسره کوي چې له امله يې د دې په خبره ترافیکي پېښې ډېرې کېږي.

نوموړې زیاته کړه:

"د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو ډېر زیات لاملونه موجود دي چې له امله یې ترافیکي پېښې او ستونزی رامنځ ته کيږي، له يوه اړخه د منظم ښاري سسټم او سړکونو نشتوالی دی له بله اړخه خلک هم بې غوري کوي او ترافیک هم خپله دنده په سمه توګه سرته نه رسوي."

اغلي بدیع له حکومته غواړي چې په دې برخه کې قانون پر ټولو يو شان پلی کړي او که څوک له قانونه سرغړونه وکړي نو سزا دې ورته ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترافیکو ریاست د معلوماتو له مخې په تېرو ۹ میاشتو کې په افغانستان کی ۱۸۵۸ ترافیکي پېښې شوي چې ډېره مرګ ژوبله یې هم رامنځ ته کړې ده.

د دوی د شمېرو له مخې په دغو پېښو کې ۹۲۳ تنه مړه شوي او ۲۰۱۹ کسان ټپیان شوي دي.

د ترافیکي پېښو له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ترافیکي پېښو له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بل خوا يو شمېر مسافر بیا د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لاملونه د موټر چلونکو لخوا د نشه يي توکو کارول او د پېسو په بدل کې یو شمېر موټرچلوونکو ته په غیرقانوني ډول د موټر چلولو د جواز ورکول ګڼي.

دوو تنو عزت الله او رحمن الله ازادي راډیو ته په دې اړه داسې وویل:

""علت خو يې د چلوونکو او ترافیکو دواړو بې پروايي ده، ترافیک چانه پوښتنه نه کوي چې لائسنس لرې نه يې لرې؟ ډېریور يې نه يې؟ پېسې درنه اخلي بس نور ځه خپل کار کوه."

"هرچا موټر اخیستی خو دا پوښتنه نشته چې دوی لائسنس له کومه کوي، بل چلونکي هم په ذهني لحاظ ښه نه دي، يو شمېر يې په نشه يي توکو روږدي دي."

د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست د پېښو عمومي مدير عبدالطیف خیرخوا بیا دا ډول څرګندونې ردوي او وايي چې ډېر کله ترافیکي پېښې د موټر له ډېر والي او د معیاري سړکونو د نشتوالي او د چلونکو د بې پروايۍ له امله کېږي.

خیرخوا: موږ په لویو لارو کې ترافیکي کنټرول لرو.
خیرخوا: موږ په لویو لارو کې ترافیکي کنټرول لرو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په لویو لارو کې ترافیکي کنټرول لرو او تراوسه له دغه ډول مسایلو سره نه یو مخ شوي، د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه د معیاري سړکونو نشتوالی دی او په یو مسیر کې د موټرو ډېر والی دی."

تر ټولو وروستۍ ترافیکي پېښه د کابل ـ هرات د لویې لارې په اوږدو کې د فراه ولایت په مربوطاتو کې وشوه چې په کې ۱۴ تنه مړه او ۴۱ ټپیان شول.

د دی ترافیکې پېښې په غبرګون کې د هرات د ولایتي شورا لخوا د احمد شاه ابدالي د مسافر وړونکي شرکت دفتر هم په هرات کې وتړل شو.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG