د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

پر موټر چلونکو د نشه یي توکو د استعمال اغېز


هغه موټر چلونکي چې په بېلابېلو نشي توکو روږد وي هر وخت په تېره بیا د روژې په میاشت کې د ډېرو ترافیکي پېښو لامل کېږي، نن له دې موضوع سره په دې هم خبرې کوو چې د روژې میاشت د عمل د پرېښودلو لپاره ښه موقع کېدلی شي.

موږ د علي اباد روغتون ته ورغلو او د خپرونې موضوع مو له ډاکترانو سره شریکه کړه د دې روغتون مسولو کسانو ویل چې هره ورځ لس پینځلس هغه کسان وروړل کېږي چې له ترافیکي پېښو سره مخ شوي وي.

اکثره د دې پېښو قربانیان بې وزلي ښاریان وي فقر او غریبي هم ځپلي وي، دومره چې بیا د درملو د اخیستلو توان هم نه لري، له بلې خوا دا چې پېښې ډېرې او امکانات کم دي داسې وخت هم راغلي چې دوی زخمي په دهلیزنو کې پر ځمکه بستر کړی بیا یې د هغه درملنه کړې، ځکه په اطاقونو کې نور مریضان وي، موږ د ترافیکي پېښې وروستي زخمي ته ورغلو هغه د پروان په ولایت کې موټر وهلی و، د پښې غوښه یې ورنه بېله کړې وه او سر یې هم څو کوکونه خوړلي و، د هلک له څېرې، وچو اندامونو او جامونه ښکارېدل چې په بد اقتصادي حالت کې یې ژوند کړی او کاوه یې، د کټ په خوا کې یې سپین سرې مور روژه په خوله وچې شونډې زیړ زنګ په زړو خړو جامو کې ناسته وه، کله یې چې زوی موږ ته د پېښې کیسه کوله د دردېدلې او زړې مور له سترګو یې لارې لارې اوښکې په کونځ مخ روانې وې، دا هلک حاجر نومیدهاوو لس کلن و او یوازینی کس و چې کار یې کاو او کورنۍ ته یې ډوډۍ پیدا کوله، نوموړی د پېښې په هکله وویل.

نشه نه یوازې د موټر چلولو په وخت بلکې د ژوند په نورو برخوکې هم د ستونزو او بدبختیو سبب کیږي، بیا چې عملي کس ته په روژه کې د ورځې لخوا نشي مواد ونه رسیږي نه خپل پیژني نه پردي څوک چې په مخه ورځي بد چلند ورسره کوي ، کله نا کله خو وهل ډبول هم کوي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG