د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د لوېدیځ زون د مسافر وړونکو موټرو ټولنې کاري اعتصاب پیل کړی


د افغانستان د لوېدیځ زون د مسافرو وړونکو موتړو ټولنې له درې ورځو راهیسې کاري اعتصاب کړی.

په افغانستان کې د بار وړونکو موتړو د ټولنو له کاري اعتصاب او شکایتونو وروسته له درېیو ورځو راهیسې د دغه هېواد د لوېدیځ زون د مسافر وړونکو موتړو ټولنو د مسافرو پر وړاندې خپلې دروازې تړلې.

د دغو ټولنو مسؤلین او موتړ چلوونکي وايي، له کلونو راهیسې په لویو لارو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو افغان حکومت ورته هېڅ ډول پام نه کوي.

د دغو اتحادیو د کمېسیون مسؤل بن یامین وردګ او یو تن موتړ چلوونکي محمد خالد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې یادې ټولنې حکومت ته ټکس او ګمرکي محصول ورکوي، خو له کلونو راهیسې سړکونه خراب دي چې له امله یې ګڼې ترافیکي پېښې هم کېږي.

دوی وايي، د قانوني پیسو سربېره ملي او سیمه ییز پولیس ترې غیر قانوني پیسې هم اخلي او په مختلفو پلمو یې زوروي.

وردګ: پر لویو لارو د بېلابېلو کسانو لخوا ځورول کېږو.
وردګ: پر لویو لارو د بېلابېلو کسانو لخوا ځورول کېږو.

نوموړي زیاته کړه:

"دولت زموږ پر وړاندې هېڅ توجه نه لري، ځکه سړکونه هم خراب دي او غیر قانوني پیسې هم زموږ څخه اخیستل کېږي، یو خو قانوني پیسې دي چې د تکس او محصول په توګه زموږ څخه اخیستل کېږي چې په مقابل کې باید موږ ته خدمات وړاندې کړي چې نه یې کوي، خو غیر قانوني پسې هم په هره برخه کې زموږ څخه اخیستل کېږي."

"له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې سړکونه راته جوړ کړي او بیا په لاره کې ترافیک ودروي چې د تیز چلوونکي جریمه کړي او وخت ورته وټاکي او بل دا چې محلي پولیس له موږ څخه غیر قانوني پیسې اخلي."

د مسافر وړونکو موتړو ټولنې ګواښ کوي، که چېرې حکومت یې ستونزو ته رسیدګي ونه کړي خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکوي.

موټر چلونکي: که مو ستونزو ته توجه ونشي اعتصاب به مو دوام وکړي.
موټر چلونکي: که مو ستونزو ته توجه ونشي اعتصاب به مو دوام وکړي.

له دی مخکې د بار وړونکو لاریو اتحادیو هم کاري اعتصاب کړی و او په لویو لارو کې یې د غیر قانوني پیسو له اخیستلو یې شکایت درلود.

د یادو اتحادیو مسؤلینو او غړیو د تېرې دوشنبې په ورځ کابل کې په یوه ناسته کې ویلي وو، حاضر دي چې حکومت ته هر ډول قانوني مالیه، محصول او ټکس ورکړي خو وروسته له دې به د غیر قانوني پیسو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

هاخوا په کابل کې سلګونه مسافر چې د هېواد لویزو ولایتونو ته د تک هوډ لري د موتړو د درېدا له امله له ستونزو سره مخ دي.

دغه مسافر چې ځینې یې د خپلو شخصي کارونو او ځینې یې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره کابل ته راغلي وايي درې شپې یې د کابل ښار په هوټلونو کې په سختې سره تېرې کړي.

دوو تنو مسافرو خیر الله او نصرت الله ازادي راډیو ته وویل:

"درې یا څلور ورځې کېږي چې کندهار او هرات ولایتونو ته د موټرونو نمایندګیو تګ بند کړی دی، خو نه پوهېږو چې څخه خبره ده، دلته ډېر مسافر دي چې د ډوډۍ خوړلو پیسې نه لري او په هوټل کې د شپې تېرولو پیسې هم نشې ورکولای."

"له کله نه چې دلته راغلي یو بندیز لګېدلی، له حکومت څخه خو دا ډول غوښتنه نه کېږي چې لارې بندې کړي او خلک اذیت کړي، لاړ دې شي له یوه لوړپوري چارواکي سره دې له نږدې خپلې ستونزې شریکې کړي."

مسافر وايي، د لویو لارو موتړو لپاره د معیاري سیسټم نه موجودیت او د اتحادیو ترمنځ منفي رقابتونه د دی لامل شوي چې ترافیکي پېښې وشي هغه څه چې موتړ چلوونکي یې هم مني او په دې برخه کې د حکومت د پام غوښتنه کوي.

د افغانستان د ترانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوانچ ازادي راډیوته وویل چې د بار وړونکو موتړو د ټولنو ستونزه حل شوې او د مسافر وړونکو موتړو د ټولنو شکایتونه او وړاندیزونه یې هم ولسمشر سره شریک کړي چې ډېر ژر به ورته د حل لاره وموندل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"وزیر صیب له امنیت شورا سره هم خبرې کړي له ولسمشر سره هم خبرې شوی دي او له ټولو اړوندو ادارو سره خبرې روانې دي او یوه پرېکړه به وشي چې د دوی ستونزې ته رسیدنه وکړو، له پرون راهیسې باروړونکي موتړ هم فعال شوي او په دی برخه کې ستونزه نشته"

قوانچ: باروړونکو موټرو هم خپل فعالیت پیل کړی.
قوانچ: باروړونکو موټرو هم خپل فعالیت پیل کړی.

هڅه مو وکړه چې په لویو لارو کې د پولیسو له لوري د غیر قانوني پیسو د اخیستلو په اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلو خو له هڅو سره سره بریالي نشوو.

خو له دی مخکې د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه موضوع رد کړې او ویلي یې دي چې پولیس له موټر چلوونکو څخه د پیسو د اخیستلو حق نه لري.

راپور: عبادالله حنانزی

د لوېدیځ زون د مسافر وړونکو موټرو ټولنې کاري اعتصاب پیل کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

XS
SM
MD
LG