د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

تورخم دروازه د مسافرو پر مخ خلاصه شوه


د يوې اوونۍ وقفه یي وسله والې شخړې وروسته د تورخم دروازه د شنبې په ورځ سهار اته بجې د مسافرو او لویو باروړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوه.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي، د تورخم دروازه د هغو ټولو خلکو او موټرو پرمخ خلاصه شوې چې قانوني اسناد په لاس ولري:

"دا لاره د هغو خبرو اترو وروسته پرانیستل شوه چې د دواړو ملکونو ترمنځ په مرکزي کچه وشوې اوس هغو خلکو او موټرو ته اجازه ورکول کېږي چې هغوی عملاً قانوني اسناد په لاس ولري."

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو رييس ارکان محمد ایوب حسین خېل وايي، اوس مهال په تورخم کې وضعیت له نظامي حالت نه نورمال حالت ته اوښتی خلک پرته له کومې ويرې تګ راتګ کوي.

خو مهمه مسله داده چې د تورخم دروازې د خلاصېدو په سر یو بل ته کوم شرطونه وړاندې شوي که څنګه؟ حسین خېل وايي اوس لپاره یوازې د دروازې د خلاصېدو هوکړه شوې او د دروازې د لګولو کار لا هم بند دی:

"دا دروازه چې خلاصه شوې دا د مقاماتو د ډيپلوماتیکو هلو ځلو له لار دا دروازه خلاصه شوه او په کوم ځای کې چې دوی د دروازې د لګولو کار کولو هغه هم بند دی، دوی افغاني مقاماتو ته ځینې پشنهاادونه هم ورکړي چې دروازه د صفري نقطې نه پنځوس یا شپيته متره شاته جوه کړي د هغې هم لا اجازه نه ده ورکړل شوې موږ ته چې هر امر د خپلو مقاماتو لخوا وشو هغه عملي کوو."

پوره یوه اوونۍ وشوه چې په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د دروازې د لګولو په سر وقفه یي وسله والې شخړې دوام وکړ.

په دې موده کې درې شپې په پرلپسې ډول د دواړو لورو ترمنځ سختې نښتې هم وشوې په چې کې دواړو لورو ته درانه ځاني او مالي تلفات هم واوښتل.

راپور: شاه محمود شینورای

XS
SM
MD
LG