د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

ازاد: د تورخم د ستونزې د حل په هدف یو پلاوی اسلام اباد ته ځي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ رتبه هیئت په تورخم کې د وروستیو لانجو د حل لپاره، اسلام اباد ته ځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ دا پلاوی، د پاکستان د حکومت په بلنه هغه هېواد ته ځي.

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویندوی خیرالله ازاد پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل:

"دوی به پر هغو مسایلو چې په وروستیو کې د تورخم پردروازه پېښ شوي و، خبرې وکړي، له پاکستاني چارواکو سره به وګوري، مذاکرو ته به زمینه برابره کړي او وبه ګوري چې دا پېښه ولې شوې او د حل لارې یې څه کېدلائ شي"

پاکستان ته د روان پلاوي د تشکیل جزیات نه دي څرګند او د بهرنیو چارو د وزارت دې ویندوی اسلام اباد ته د افغان پلاوي د تګ د دقیقې نېټې له څرګندولو هم ډډه وکړه.

خو د افغانستان د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي پرون ازادي راډیو ته وویل په دې پلاوي کې د افغانستان د ملي امنیت شورا، د ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت استازي هم شامل دي.

د ښاغلي احمدزي په وینا، د جګړې دوام په تورخم کې د روانې لانجې حل نه دی او په دې اړه پرېکړه یوازې د حکومتونو له صلاحیته لوړه خبره ده.

د جګړې دوام په تورخم کې د روانې لانجې حل نه دی
د جګړې دوام په تورخم کې د روانې لانجې حل نه دی

نذیراحمدزي زیاته کړه:

"زموږ د دولت یو لوړ رتبه هیئت ټاکل شوی چې هلته د خبرو له لارې دا موضوع حل کړي او زه دا هیله لرم چې خبرې به دا لانجه حل کړي."

د افغانستان او پاکستان امنیتي ځواکونو نښتې د تېرې یکشنبې په ورځ ترهغه وروسته پيل کړې چې پاکستاني لوري په تورخم کې د دروازې جوړولو کار پيل کړ.

افغان حکومت دا کارد دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقو خلاف بللی دی.

XS
SM
MD
LG