د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د لویو باروړونکو موټرو کاري اعتصاب تر شپږمې ورځې وغځېد


نن شيږمه ورځ ده چې د کابل ـ جلال اباد لویې لارې په اوږدو کې له باره ډکې لويې موټرې ولاړې دي.

د دې موټرو مالکان او ډریوران وايي، د لویو لارو په اوږدو کې د پراخه فساد د شتون له امله يې کاري اعتصاب کړی.

دوی وايي، د تورخم دروازې دواړو خواوو ته پراخه فساد موجود دی او په ګمرک، ښاروالۍ، ټرانسپورټ او تله کې ترې غيرې قانوني پیسې اخېستل کېږي:

"محمد ایوب: موږ چې راځو که زر روپي ټرانسپورټ اخلي هلته ټرافیک او پولیس هم ولاړ وي پينځه سوه دوی اخلي بیا چې راځې تلې ته راشې که وزن دې زیات و، نهه زره افغانۍ ورنه اخلي او که وزن دې پوره و زیات نه و بیا درته وايي، ودرېږه بس بیا به ولاړ وې همداسې په ګمرک کې چې پیسې اخلي پولیس ولاړ وي هغوی خپلې پیسې اخلي.

عبدالرحمن: نن شپږمه ورځ ده وګورئ ټولې موټرې ولاړې دي موږ چې د پیښوره مال رابار کړو تر کابله رسېږو نو ۴۲ زره روپۍ موږ پسې راځي هېڅ ګټه نه پاتې کېږي بس مجبوره یو چې همداسې موټرې ودروو."

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د دې په خاطرچې د لویو بار وړونکو موټرو ستونزه اواره شي له مرکزه یو پلاوی ننګرهار ته راغلی تر څو د دوی ستونزې له نیږدې وڅېړي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

نوموړی وايي:

"له مرکزه نن سهارمسلکي هييت له کورنیو چارو وزارت نه راغلی دی چې دا ستونزه له نېږدې نه وڅېړي او حل يي کړي ولې په ټوله کې دا ستونزه ډېر زیان رسوي زموږغوښتنه هم دا ده چې ژر تر ژره د دې ستونزې حل لارې ولټول شي او قانوني حل لاره ورته پيدا شي."

د ننګرهارد ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د لویو بار وړونکو موټرو د کاري اعتصاب له امله هره ورځ اویا ميلیونه افغانۍ افغان دولت ته زیان رسېږي.

بل‎خوا اعتصاب کوونکي وايي، ترهغه چې په لویو لارو کې د فساد مخه نه وي نیول شوي دوی به خپل اعتصاب ته دوام ورکوي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG