د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

ځینې باروړونکي شرکتونه پر لویو لارو د اخاذې له امله اعتصاب کوي


د یو شمېر باروړونکو موټرو چلوونکي به سبا له دوی نه د ناقانونه پیسو اخیستلو په غبرګون کې خپل فعالیت ودروي.

د افغانستان د ختیځ زون د باروړونکو موټرو د ټولنې رئیس طلا محمد اتمانزی وايي، سبا دوشنبه د ناقانونه پیسو اخیستلو په غبرګون په عمومي اعتصاب لاس پورې کوي.

اتمانزي ازادي راډيو ته وویل دی اوس د باروړونکو موټرو د ټولنې افتخاري رئیس هم دی او په بېلابېلو لویو لارو کې به زرګونه باروړونکي موټر د دې لپاره ودروي چې ترې ناقانونه پیسې اخیستل کېږي.

اتمانزی: په بېلابېلو بندرونو کې غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي.
اتمانزی: په بېلابېلو بندرونو کې غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"کمېسارۍ د تورخم نه نیولې، اسلام‌قلعه، بولدک او چمن، شېرخان بندر دې ټولو مسیرونو کې پیسې اخیستل کېږي، ترازوګانې په شمال، جنوب، شرق او غرب کې د اخاذۍ منبع دي، هېڅ خدمات نه‌وړاندې کوي مګر ناقانونه پيسې اخلي، په اوسط ډول په هر وار تګ او راتګ کې شل زره افغانۍ له موږ اخیستل کېږي، زرګونه موټر دي سلهاو واره ځي او راځي دا په میلیونونه پیسې کېږي."

د ختیځ زون د باروړونکو موټرو د ټولنې رئیس یوه اوونۍ مخکې ویلي و که حکومت د دوی غوښتنې ونه‌مني نو خپل فعالیتونه به ودروي.

د ټرانسپورټ وزارت بیا وايي، که څه هم ځیني وخت پیسې اخیستل کېږي، خو طلا محمد اتمانزی دوی ته رسمیت نه‌لري او ان له دوی سره د ده کوم شرکت هم نه‌دی ثبت شوی.

د دغه وزارت ویاند حکمت‌الله قوانچ ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان ټرانسپورټ وزارت د طلا محمد په نوم دا شخص چې ځان د باروړونکو موټرو د ټولنې عمومي رئیس معرفي کوي ردوي، هغه تر اوسه له ټرانسپورټ وزارت سره کومه ټولنه او شرکت نه‌لري، یو غیر مسؤله شخص دی، یو کمېشن کار دی، له ټرانسپورټ وزارت سره هېڅ ډول مشروعیت نه‌لري."

اخوا په ختیځ زون کې د اصلاح په نوم د یوه باروړونکي شرکت رئیس شېرانور وايي چې دا د اتمانزي شخصي پرېکړه ده او دوی نه‌غواړي چې خپل فعالیت ودروي.

پخوا تر دې هم د باروړونکو موټرو نه په لویو لارو کې د ناقانونه پیسو د اخیستلو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د ختیځ زون د باروړونکو ټولنې مسؤل طلا محمد اتمانزي وویل د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له باروړونکو موټرو نه بېلابېل خلک او ان پولیس هم ناقانونه پیسې اخلي او موټر چلوونکي ځوروي.

د پولیسو له لوري له موټر چلوونکو د ناقانونه پیسو د اخیستلو په باب مو د کورنیو چارو وزارت نظر وپوښت.

صدیقي: دغو مسایلو ته په جدي توګه کتل کېږي.
صدیقي: دغو مسایلو ته په جدي توګه کتل کېږي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغو مسایلو ته په جدي توګه کتل کېږي، په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ټولو پولیس ځواکونو او د لویو لارو پولیسو ته هدایت ورکړی چې له داسې مسایلو سره جدي برخورد وکړي، مهمه دا ده چې دا شکایتونه باید ټول بررسي شي او په کومو ځایونو کې چې ستونزې شته هغه باید لیرې شي."

دا لومړی ځل نه‌دی چې د پولیسو او نورو کسانو له‌خوا له باروړونکو موټرو نه د ناقانونه پیسو اخیستلو په غبرګون غږ اوچتېږي په تېرو کلونو کې هم په وار وار په دې اړه رپوټونه خپاره شوي دي.

د افغانستان د څار بنسټ او ځینو نورو فعالانو مخکې هم له حکومته غوښتي چې په لویو لارو کې د ناقانونه پيسې اخیستلو مخه ونیسي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG