په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځینه وو پر سینګارتونونو د بندیز د دریو کلونو په تېرېدو د زرګونو میرمنو ژوند اغیزمن شوی دی. ډیری سینګارګرې اوس بې کاره دي او یا د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په پټه کار کولو ته اړې شوې دي.
ځینې افغان کورنۍ وایي چې د بهر مېشتو خپلوانو په رالېږل شویو پیسو ژوند پرمخ وړي. دوی وایي په هېواد دننه له ګڼو اقتصادي ننګونو او بې کاریو سره مخ دي او پر همدې مرستو متکي دي. اقتصادي کارپوهان دا مرستې نه یوازې افغان کورنیو بلکې د هېواد اقتصاد کې خورا مهمې او حیاتي بولي.
لوېدیځو هیوادونو ته له افغانستان راغلي یو شمیر افغانان وايي، له رارسېدلو سره سم په ژور خپګان اخته شوي دي. دوی وايي، سختي ورځې یې تېرې کړي او لا هم په بشپړ ډول له یاد وضعیت نه دي وتي. ډاکټران دغو کسانو ته سپارښتنه کوي، چې باید کوربه ټولنې سره ذهني جوړښت وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي طالبان د " یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ" ته دوام ورکوي او له طالبانو یې وغوښتل چې پاته امریکايي بندیان خوشې کړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابیت سټیکني ازادي راډیو ته داهم وویل چې طالبان باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې ودروي.
په افغانستان کې د کانونو د کیندنې له زیاتوالي سره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کاروبار او سوداګري هم پراخه شوې ده. په دغې سوداګرۍ کې بوخت ځوانان خپل غوړیدلي کاروبار او راتلونکې ته یې خوښ دي، خو سوداګرې میرمنې بیا وایي، دوی ته بازار موندونه لویه ننګونه ده.
یو افغان ژورنالیست یوسف هیواد دوست، له لسیزو راهیسې په خپلو ټولنیزو پاڼو په ځانګړي ډول فیس بوک او یو شمیر رسنیو، د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او افغان فلم پخواني کارکوونکي خلکو ته ورپېژني. دی وايي، کوم کسان چې ده معرفي کړي شمیر یې له زرګونو هم اوښتی.
نور راوښيه