د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

موټر چلوونکي: چارواکي دې د خوست-کابل د لویې لارې امنیت خوندي کړي


ارشیف، کابل ته ورغلې لویه لار
ارشیف، کابل ته ورغلې لویه لار

په خوست کې د کابل او ګردېز اډې موټر چلونکي وایي، په هېواد کې د وروستیو جنګ جګړو د زیاتېدو له امله د دوی د موټرو سورلۍ هم کمې شوي او کاروبار یې اغېزمن شوی.

دوی وایي، په لویو لارو کې د جنګونو له امله یې وسایط په مرمیو لګېږي او ځینې وخت د موټرو چلوونکو او مسافرو ته هم زیان اوړي.

د کابل-ګردېز ا‌ډې ترڅنګ د موټرو د پرزو پلورولو یو تن هټیوال ۳۸ کلن جمشېد وایي، مشر ورور یې د خوست ـ کابل په لویه لاره موټر چلاوه او له دې لارې یې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي پیدا کوله.

جمشېد د خپل ورور په اړه وایي: "ورور مې د تېر شوي لوی اختر څو اوونۍ وړاندې، هغه مهال چې له کابله یې یو شمېر مسافر خوست ته روان کړي وو، د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې بند پاتې شو او د جنګ یوې مرمۍ ترې ژوند واخېست."

دی وایي، ورور یې واده کړی و او د دوه نارینه اولادونو تر څنګ اته لوڼې لري، خو د ګڼو نورو ارمانونو ترڅنګ یې د خپلو اولادونو د زده کړو ارمان له ځان سره یوړ.

د کابل او خوست تر منځ د همدې لویې لارې نور موټر چلوونکي هم په دې لاره کې له شته ناامنیو په تنګ شوي دي.

دوی وایي، هېواد کې د وروستیو جګړو د زیاتیدو له امله یې د موټر سورلۍ کمې شوي او د دوی ګټه یې هم اغېزمنه کړې ده.

د کابل خوست د لویې لارې یو موټر چلونکي همایون ازادي راډیو ته وویل: "زما خپله درې موټره دي، خو د جنګونو د لاسه اوس سورلۍ دومره کمې شوي چې په میاشت کې دا درې موټر شپېته زره افغانۍ هم نه جوړوي، که نه مخکې زما یوازې یو موټر سل زره افغانۍ جوړولې."

موټر چلوونکي وايي، د وروستیو جګړو د زیاتیدو له امله یې د موټر سورلۍ کمې شوي
موټر چلوونکي وايي، د وروستیو جګړو د زیاتیدو له امله یې د موټر سورلۍ کمې شوي

د لویو لارو د خوندیتوب لپاره چارواکي لا هم په ژمنو پسې ژمنې کوي، خو د موټر چلوونکو له خبرو داسې ښکاري چې ښکاره بدلون په کې نه دی راغلی.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، د لویو لارو د امنیت خوندیتوب یې لومړیتوب دی: "فعلاً د کابل-ګردېز، خوست-ګردېز لاره په مکمل ډول د ترافیکو پرمخ خلاصه ده او تازه د قلعه سید حبیب الله په سیمه کې یو قوي بېز جوړ شوی دی او چېرته چې امنیتي ستونزې پېښیږي، ددې ستونزو د حل لپاره رهبري د بېزونو جوړولو پلانونه لري."

د خوست یو شمېر اوسیدونکي هم د کابل او خوست ترمنځ لویه لاره چې تر ډېره د لوګر ولایت په اړونده سیمو کې ناامنه ده، د امنیت له نه خوندیتوب یې اندېښمن دي او د لوګر پر ځایي امنیتي چارواکو غږ کوي چې د خوست، پکتیا او پکتیکا تر څنګ د یو شمېر نورو ولایتونو د اوسیدونکو د ډاډمن تګ راتګ لپاره دې، د دې لارې امنیت په ژمنو نه، بلکې په عمل کې خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG