د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د کابل – کندهار لویه لار لا امنه نه ده


د کابل ـ کندهار د لويې لارې مسافر او موټر چلونکي شکایت کوي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د دې لارې تړل کېدو ورته ډیرې ستونزې پيدا کړي دي.

د هېواد جنوب او جنوب لویدځو ولایتونو ته تلونکي مسافر د کابل په کمپنۍ سیمه کې راټولیږي او د خپلو مېنو پر لوري خوځیږي.

کور ته د تلو په وخت کې بالعموم خوشحالي وي؛ خو اوس د کابل په لویدیځ کې د موټرو دا تم ځایونه تر ډېره د سرګردانۍ په چاپیریال بدل شوي.

کندهار، نیمروز، فراه، غزني او ځينو نورو سیمو ته تلونکي دا مسافر له یوې اونۍ راهیسې د کندهار کابل لویې لارې له بندیدو او ناامنه کېدو شکایتونه کوي:

((پرون موټروانو وویل چې لاره خلاصه شوې؛ موږ هم ورسره لاړو، خو ټوله ورځ مو وږې تږې په سرګردانۍ تېره کړې هېڅوک پیدا نه شول چې تېر مو کړي؛ بېرته رواګرځېدو او ډرایور هم راڅخه پیسې واخیستې.))

دا مسافر په خپل هېواد کې دي او تګ یې قانوني دی؛ خو له لیدو سره یې داسې ښکاري چې سختې لارې ورته په مخ کې دي.

د دغې لارې نور مسافر چې شپږو ورځو انتظار یې په کابل کې زړه پړسولی وايي؛ هیچا یې پوښتنه نه ده کړې، نه یې دلته او نه یې په لارو کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي دي.

((دلته مو روان کړي، خو بېرته مو راولي، ښځې ماشومان راسره دي، هر شپه هوټل ته پنځه سوه افغانۍ ورکوو؛ لار نه معلومیږي، پرون هم درې کسان ووژل شول او څو ټپیان شول؛ شپږ ورځې کیږي چې له یوې او بلې خوا ډزې وي او په منځ کې یې ملکي خلک وژل کیږي.))

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ په غزني ولایت کې په څو امنیتي پوستو حملې وکړې او د کابل – کندهار لویه لاره یې هم بنده کړه.

ویل کیږي چې د شش ګاو، سالارو او سید اباد په سیمو کې وسله وال مخالفین سړکونو ته راوځي.

طالبانو د کابل- کندهار دلارې دبندیدو پر مهال له عامو خلکو هم غوښتي وو چې د څه وخت لپاره پر دې لاره تګ راتګ بند کړي.

که څه هم طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لاره یې د عامو ترافیکو پر مخ خلاصه کړې؛ خو د لارې مسافر وایي، لا هم د دوی سفر خوندي نه دی او تګ ته زړه نه شي ښه کولای.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ دوی سیمې ته ځانګړي ځواکونه لیږلي او د ګواښونو د ختمولو لپاره یې چمتوالی نیولی دی.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت دا ستونزه څيړي او تر ډېره دا ستونزه له منځه تللې ده:

((په څو سیمو کې چې له تېرو دوه درېیو ورځو راهیسې ستونزې جوړې شوې وې؛ هغه له منځه تللي اوس په لویه لار خلک تګ - راتګ کوي؛ خو په څو سیمو کې چې ګواښونه جوړیږي او یا د دوښمن تحرکات شته؛ موږ هلته ګزمې کوو.))

خو د یوه ټرانسپورټي شرکت استازی احمدالله وايي چې حکومت ورته د امنیت ژمنه ورکړې؛ دوی موټر ولیږي، خو د څو ورځو راهیسې یې موټر له نیمې لارو بېرته راګرځي.

((حکومت وايي چې خیر خیرت دی؛ موږ موټر واستاوه همدا نن شپه زموږ لسو موټرو په سړک شپه وکړه.

په هر موټر کې ۵۵ کسان وي، نو خپله قضاوت وکړئ چې د ساړه له امله به ښځې ماشومان او خلک له څومره ستونزو سره مخ وي؛ په هېوا کې سل موټر ځای په ځای ولاړ دي؛ دوی وايي چې خیر خیرت دی.))

مسافر، موټر چلونکي او د ټرانسپورټي شرکتونو استازي داسې وخت د کابل کندهار د لویې لارې له بندیدو شکایتونه لري او په کابل کې بند پاتې دي چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت مخالفینو خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

د دې لارې له بندیدو سره نه یوازې امنیت خلک ګواښي بلکې ویل کیږي چې د خلکو کاروبار او اقتصاد ته یې صدمه رسولې او که ژر ورته پاملرنه ونه شي ستونزه به لا جدي شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG