د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د ځمکني ټرانسپورټ شورا: که لویو لارو کې ستونزې هوارې نه شوې، بیا اعتراض کوو


په تورخم کې یو شمېر ولاړ موټر
په تورخم کې یو شمېر ولاړ موټر

د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د شرکتونو مسوولین پر حکومت نیوکې کوي وایي چې لویو لارو کې ستونزې لا هم پر خپل ځای دي.

دوی د شنبې (د کب ۹مه) په ورځ کابل کې یوې ناستې کې وویل، امنیتي مامورین د دې پرځای چې د لویې لارو امنیت وساتي په خپله د موټر چلونکو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د سمون د سراسري شورا مشر طلا محمد عثمانزي ازادي راډیو ته وویل، که د موټر چلونکو ستوتزې هوارې نه شي، یو ځل بیا دوی به په مدني اعتراض لاس پورې کړي.

نوموړي زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزارت زموږ د امنیت لپاره امنیتي پوستې جوړې کړې، دا پوستې باید سمې او د خلکو د خدمت لپاره وګماري، په ځانګړي ډول ولسي پاڅون کوونکي چې د خپلې سیمې او کلي د ساتنې لپاره رامنځته شوي، دوی باج اخلي. زموږ دولتي او غیر دولتي مافیا له دوی سره اړیکې لري، باید په جدي ډول اصلاح شي. د افغانستان د ټولو ښارونو څلورو دروازو، بندرونو او هرځای کې ټرافیک زموږ موټر چلونکي ځوروي."

د دې شورا مرستیال، نذیر احمد خلیل وویل، لا هم لویو لارو کې ۴۰ سلنه ستونزې پر ځای دي: "لارو کې نږدې له۳۰-۳۵ تر ۴۰ سلنه ستونزې شته، د ټولګټو وزارت هم اقدام کړی، خو موږ یې د عملي اقداماتو غوښتونکي یو."

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

له دې سره د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې برخه کې د وزارت د اقداماتو په بهېر کې یو شمېر مسوولین له دندو ګوښه شوي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل:"موږ د واټسپ له لارې لسګونه شکایتونه ترلاسه کړل، زموږ پولیسو د ۱۱۹ شمېرې له لارې وڅېړل، بدلون راغی، تېره میاشت مو نږدې دوه پړاونو کې۱۸۶ کسان له دندو ګوښه کړل، تازه چې د ټرانسپورټ لرونکو ستونزو ته رسیدنه وشوه، ۱۴۵ کسان مو نور له دندو ګوښه کړل، دا موضوع موږ ته ډېره جدي ده او موږ پرې کار کوو، موږ ډاډ درکوو چې پاتې ستونزې هم حلوو."

له دې وړاندې د بار وړونکو موټرونو شرکتونو د دلوې په ۱۴ د کابل- کندهار او کندهار- هرات په لویو لارو کې د پولیسو د ناسم چلند له امله اعتراض کړی و.

که څه هم هغه وخت له څو اونیو کاري اعتصاب وروسته او د مسولینو په منځګړیتوب سره ستونزه حل شوه، خو اوس بیا هم دوی د خپلو پاتې ستونزو د هواري غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG