د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د طالبانو تېزه موټرچلونه؛ بابرشاه: طالبانو موټر راسره ټکر کړ او ويې وهلم


د طالبانو يو موټر، ارشيف
د طالبانو يو موټر، ارشيف

د کابل ښار ځينې اوسېدونکي او موټر چلونکي، په عمومي سړکونو د طالبانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي.

موټر چلوونکی بابرشاه وايي، د طالبانو له موټرونو سره د مخامخېدو پر مهال له وېرې په ډېر احتياط موټر چلوي، ځکه په خبره یې، د یوې بدې ورځې خاطره یې په ذهن کې ده.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل: "د دوی موټر بې لاسه راغی او زما له موټر سره یې ټکر وکړ، دوی له ماسره ناسم چلند وکړ او ویې وهلم، بیا ما دوی ته عذر وکړ، چې پرې‌مې ږدي."

د کابل ښار يو بل اوسېدونکى چې نه‌غواړي د موضوع د حساسيت له امله یې په راپور کې نوم واخیستل شي، د ښار په يوه سړک له موټر چلوونکو سره د طالبانو د چلند په اړه خپل د سترګو لیدلی حال بيانوي.

"هغوى ورته وويل، چې له موټر څخه ښکته شه، چې ښکته شو په څپېړو یې وواهه

نوموړی وايي: "هغوى ورته وويل، چې له موټر څخه ښکته شه، چې ښکته شو په څپېړو یې وواهه، لکه د تېر حکومت په څېر، چې کله به لوړپوړي چارواکي راتلل، سړک به تشېده او هغوی ته به یې د تګ اجازه ورکوله، دوی هم همداسې کوي، بې لاسه او غیر قانوني راځي، ان په سړک هارن وهي راځي، چې ټول باید یو خوا شي او دوی ته لار ورکړي."

خو د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د خلکو د اندېښنو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: "په داسې حالاتو کې موږ د امر بالمعروف وزارت کې د شکایاتو اورېدو کمېسیون لرو چې شمېرې یې هم زیاتې شوې دي. که څوک د چا نه شکایت لري کولای شي خپل شکایت ووایي، هغه کس به تر څېړنې لاندې وي او موضوع به ارګانونو ته راجع شي."

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې، د دوی حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې خلک وزوروي.

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

دا لومړی ځل نه‌دی، چې خلک دوی سره د چارواکو او زور واکو له ناسم چلند شکایت کوي، په تېر حکومت کې هم یو شمېر خلکو د زورواکو، غیر مسوولو وسله‌والو او د پارلمان د ځینو وکیلانو له ناسم چلند څخه شکایت درلود.

د هېواد له بېلابېلو سيمو د زورواکو او د لوړ پوړو چارواکو د ساتونکو له‌خوا د موټر چلوونکو او د ترافیک پولیسو د وهلو راپورونه هم ورکړل شوي وو.

خلک وايي، چې د طالبانو حکومت په راتګ سره دوی هیله درلوده چې نور به زورواکي پای ته ورسیږي او په دې برخه کې به شته اندېښنې لري شي، خو زیاتوي، چې برعکس ستونزه لا هم پر ځای ده.

XS
SM
MD
LG