د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

ملګرو ملتونو د افغانستان د سړکونو د معیاري کولو هڅې پیل کړي


ارشیف: لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې انځور- 12/29/2019
ارشیف: لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې انځور- 12/29/2019

د ملګرو ملتونو د بشر د مېشت ځایونو پروګرام یا یو ان هبیټاټ وايي، په افغانستان کې د ترافيکي پېښو ۸۰ سلنه مرګ ژوبله له اقتصادي پلوه په بېوزله خلکو کې رامنځته کېږي.

د فروتن دوه ماما ګان څلور میاشتې مخکې په یوې ترافیکي پېښې کې ووژل شول.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه پېښه هغه مهال وشوه چې د نوموړي دوه ماما ګان او دوه ملګري یې له بغلان نه مزار ته په لاره وو.

فروتن وايي، مشر ماما یې موټر چلو چې دا پېښه وشوه.

هغه وویل: "زما ماما ګان له کندز نه مزار شریف ته سفر درلود، د سمنګان او مزار ترمنځ په لویه لاره کې زما ماما ترافیکي حادثه کوي چې په ترڅ کې مې دواړه ماما ګان او دوه نور ملګري یې په شهادت رسېږي. دا د دې استازيتوب کوي، کوم ترافیکي سیستم چې دی هغه غیرمعیاري دي، سړکونه په معیاري بڼه نه دي جوړ شوي او ورځ تر بلې موږ خبرېږو چې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي."

دا یوازې فروتن نه دی چې له ورته یوې پېښې سره مخ شوي، ښايي د ده په څېر په سلګونه نور کسان هم له دې حالت سره مخامخ شوي وي.

د پروان ولایت یو سړک چې کنډ او کپر شوی. July 03 2022
د پروان ولایت یو سړک چې کنډ او کپر شوی. July 03 2022

تازه د ملګرو ملتونو د بشر د مېشت ځایونو پرګرام یا یو ان هبیتات وايي چې په افغانستان کې د ترافيکي پېښو ۸۰ سلنه مرګ ژوبله له اقتصادي پلوه په بېوزله خلکو کې رامنځته کېږي.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر ولیکل چې په هرو ۴ اغېزمن شویو کسانو کې یوه هغه یې مېرمن ده.

دغې ادارې لیکلي چې دوی د یو شمېر نورو بنسټونو سره په همغږۍ هڅې پیل کړي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د معیاري سړکونو د جوړولو چارې پیل کړي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د ترافیکو عمومي ریاست په دې اړه ازادي راډیو ته د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ لمریزو کلونو د ترافیکي پېښو شمېر په واک کې ورنه کړ، خو د ازادي راډ‌يو په یو راپور کې چې په ۱۳۹۹ کال یې د ترافیکي پېښو په اړه جوړ کړی و په هغې کې یوازې د همدغه کال په دوو میاشتو حمل او ثور کې ۱۵۰۰ ټرافیکې پېښې شوې وې.

د ازادي راډيو د راپور له مخې، په دغه موده کې ۱۷۰ کسان مړه او ۲۵۰ نور ژوبل شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG