د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

کندهار کې ترافیکې پېښې زیاتې شوي؛ مېروېس روغتون: تېره میاشت یې ۳۰ کسان وژلي


کندهار کې د ترافیکو پېښو قربانیان
کندهار کې د ترافیکو پېښو قربانیان

په کندهار کې ترافیکې پېښې زیاتې شوي، د دې ولایت د ميروېس حوزوي روغتون مسولان وايي، په تېره یوه میاشت کې ترافیکي پېښو نژدې دېرش کسان وژلي او تر اووه سوه زیات کسان یې ټپیان کړي دي.

میرویس روغتون کې بستر ګل اغا چې لس ورځې وړاندې يې ترافیکي پېښه کې پښه ژوبل شوه.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د مارګېل پر سړک له خامې یو موټر سایکل راغی، ویې وهلم او په پنجرو کې ونښتم چې پښه مې ژوبله شوه، د درمنلې لپاره له هېواده بهر هم ولاړم خو ډاکټرانو درملنه ونه شوای کولی او بلاخره يې پښه قطع کړه."

کندهار کې د ترافیکو پېښو یو تن قرباني
کندهار کې د ترافیکو پېښو یو تن قرباني

د کندهار د مرکزي روغتون په جراحي وارډ کې چې یو وخت په کې د جګړې د قربانیانو درملنه کېده، اوس تر ډېره د ترافیکي پېښو د قربانیانو درملنه روانه ده.

خلک وايي، ترافیکي پېښو کې یو شمېر نظامي طالبان هم شامل دي چې تر ډېره ترافیکي نظم نه مراعتوي.

سید محمد د خپل ورور علي محمد کیسه کوي چې څنګه یې د طالبانو له خوا په موټر ووهل شو: "دی پر موټر سایکل سپور و، د طالبان فېلډر د شا له خوا ورپسې و، د شپې پرمهال یې وهلی، پښه او سر یې مات دي."

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مشر ډاکټر نعمت الله شهزاد وايي، تېره یوه میاشت کې دې روغتون ته تر اووه سوه ډېر د ترافیکې پېښو قربانیان ور وړل شوي چې له امله یې ۲۷ کسانو خپل ژوند هم بایللی دی.

شهزاد وايي: "د ترافیکي پېښو له کبله په ټوله کې ۷۲۱ ټول ټپیان لرو، د مړو شمېر په روغتون کې ۱۳ دی او د روغتون څخه بهر ۱۴ مړه دي، یعنې ټول ۲۷ تنه په یوه میاشت کې تلفات لرو."

کندهار کې د ترافیکو پېښو یو تن قرباني
کندهار کې د ترافیکو پېښو یو تن قرباني

بل لوري ته په کندهار کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندان مولوي عبدالغفار محمدي وايي، له دې وروسته هغو کسانو ته د موټر چلولو اجازه نه ورکوي چې قانوني سند ونه لري.

دی وايي: "ترافیکې پېښې تېره میاشت کې تقریباً ۱۲پېښې شوي دي په دې کې یوازې نظامیان نه دي عام ولس هم په دې پېښو کې دي، کوښښ کوو چې خپل نظامیان د ترافیکې اصولو مراعت ته وهڅوو."

د کندهار روغتیايي مسولان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې میرویس روغتون ته د ترافیکي پيښو له امله نژدې څلور زره کسان ور وړل شوي چې له امله یې ۱۱۶ کسان په ترافیکي پېښو وژل شوي هم دي.

بې احتیاطي، د ټرافیکي نظم نشتوالی او د ترافیکي اشارو نامنظموالی خلک د ترافیکي پېښو د زیاتوالي اصلي لاملونه بولي.

XS
SM
MD
LG