د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د ښاري بسونو له کموالي شکایت کوي


د کابل ښار د میرویس میدان یا کوټې سنګي سیمه- October 30, 2013
د کابل ښار د میرویس میدان یا کوټې سنګي سیمه- October 30, 2013

تېر کال د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې د ملي بس تصدۍ ادارې مسوولانو هم په کابل، بلخ، هرات، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د ۱۰۰ بسونو د فعالېدو خبر ورکړی و.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د ښاري بسونو له کموالي شکایت کوي او د طالبانو له حکومت غواړي چې په دې برخه کې لازم اقدام وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکې بشرا شکایت لري چې کابل ښار کې ښاري بسونه نه شته.

بشرا وایي، بسونه نه وي او دوی د ټیکسیانو د کرایې توان هم نه لري او په خبره یې په دې سخت ژمي کې له ټرانسپورټي ستونزو سره مخ دي.

هغې وویل: "پخوا ښه و لږ لږ بسونه به پيدا کېدل، خو اوس بیخي بسونه نه شته او بیا چې بس پیدا شي وایي، محرم دې چېرې دی. موږ ډېرې ستونزې لرو، خو څوک مو غږ هم نه اوري، په دې سخت ژمي کې بسونه نه وي، ټیکسیان چې وي، هغه ته زموږ وس او توان نه رسېږي نو حیران پاتې یو چې څه وکړو، ستونزې مو بیخي ډېرې شوي دي."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی جاوید شریفي هم دا ستونزه تاییدوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "دا ستونزه د پخوا په پرتله ډېره شوې، خلک ساعتونه ساعتونه په تمځایونو کې بس ته په تمه وي څو یو موټر پیدا شي. د خلکو اقتصادي ستونزې هم ډېرې دي. د وړو موټرو چلوونکي ورځو ته په کتو له خلکو پیسې اخلي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په محدود شمېر سره بسونه ښار کې لیدل کېږي.

تېر کال د طالبانو تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ ځینې ښاري بسونه د ښاریانو د ستونزو د هواري په موخه فعال کړي وو، خو اوس خلک وايي چې هغه هم نه شته.

د ازادي راډیو خبریال د دغه بسونو د نه فعالیت په اړه د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي وپوښت.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "موږ یو فوق العاده تشویقي کار کړی، بسونه شته، په یو دوه مسیرونو کې فعالیت هم لري."

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې د ملي بس تصدۍ ادارې مسوولانو هم په کابل، بلخ، هرات، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د ۱۰۰ بسونو د فعالېدو خبر ورکړی و.

د ملی بس تصدۍ مرستیال حمید ګل حمیدي د بسونو د فعالیتونه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ویلې و چې ښاري بسونه به د کابل خیرخانې مېنې، کارته نو، شش درک او د قلعه زمان خان خراسان ښارګوتي ته د سهار له ۶ تر ماښامه فعالیت ولري.

د کابل ښاریاتو د دې ستونزې په اړه مو د طالبانو حکومت د مالیې وزارت چې د ملي بس تصدۍ یې تر کنترول لاندې فعالیت کوي وپوښت، خو د دغه وزارت رسنیزو مسوولانو د دې راپور تر خپرېدو پورې زمونږ پوښتنې ځواب نه کړي.

د یادونې ده چې په تېر جمهور نظام کې هم خلکو له ټرانسپورټي ستونزو او د ملي بسونو له کمښت شکایت درلود، خو اوس د کابل ښاریانو په خبره، چې ستونزه لا زیاته شوې ده.

د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې، ملي بس شرکت په ۱۳۴۰کال کې د ټرانسپورتي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د سرویس شرکت په خپل فعالیت پيل کړ چې بیا وروسته دا شرکت د ملي بس تصدۍ په نوم ونومول شو او له کلونو راهیسې یې د پلازمېنې او ولایتونو په بېلابېلو مسیرونو کې فعالیت درلود.

XS
SM
MD
LG