د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د کابل ښاریان د ښاري ترانسپورټ له ستونزو سره مخامخ دي


ښاریان وايي په ښار کې ملي بسونه کم دي او هغه چې شته هم په سمه توګه نه کارول کېږي.
ښاریان وايي په ښار کې ملي بسونه کم دي او هغه چې شته هم په سمه توګه نه کارول کېږي.

د كابل ښار ګڼ شمېر اوسيدونكي د ملي بسونو د كمښت په برخه كې له ستونزو سره مخ دي او وايې چې دولت ته په كار ده چې د خلكو دغه ستونزې هواري كړي.

په داسې حال كې چې د افغانستان د ترانسپورټ او هوايې چلند وزارت خلكو ته د ښاري ترانسپورټ په برخه كې د اسانتياوو د برابرولو خبره كوي د كابل ښار ګڼ شمېراوسيدونكي د ښاري ترانسپورتي ستونزو له امله شكايت لري وايې چې په كار ده دولت په دې اړه د خلكو د ستونزو د هواري برخې ته جدي پام واړوي.


دوى وايي:

"ّملي بسونه ټول شخصي دی ولې په نامه حکومتي دي او کلینران یې په پیسو ډیر تاکید کوي او دې کار ته حکومتي چارواکي پاملرنه نه کوي.
په تم ځایونو کې هم د خلکو ګڼه زیاته وي او ماشومان ښوونځي ته په خپل وخت نه شي تلای او خلک د کرایې له امله نه شي کولای په ټیکسي موټرو کې ولاړ شي."

خو د افغانستان د ترانسپورټ او هوايې چلند د وزارت چارواكې وايې چې په دې برخه كې يې د خلكو د ستونزو د هواري په خاطر يو شمېر كارونه تر سره كړي او يو شمېر نور پروګرامونه په پام كې لري.

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزير حميدالله فاروقي په دې ورستيو كې ولسي جرګې ته وويل چې د دغو ستوزنزو د هواري په خاطر يو كميسيون هم ټاكل شوى دى:
"د كړيزو يا حلقوي سيستمونو د جوړولو لپاره تر كومه ځايه چې امكان موجود وو او د سړكونو وضيعت اجازه راكوله موږ خپل كوشش وكړ، موږ څلور حلقوي لينونو جوړ كړل، اوس كابل څلور حلقوي لينونه لري خو دا چې دا ښار ډير لوى شوى او نفوس يې هم زيات شوى دى په كار ده چې په لسګونه نور حلقوي لينونه هم جوړ شي او دا تر كار لاندې خبره ده.


موږ سره د ملي بس د تصدۍ د ګټو خبره نه ده مطرح، موږ وايو چې خدمتونه معياري شي او خلكوته معياري خدمتونه وړاندې كړو، په دې اړه د ستونزو د هواري په خاطر له اړوندو ادارو نه يو كميسيون هم جوړ شوى."

د افغانستان د ترانسپورټ وزارت په وينا له اتو كلونو را په دې خوا په ټول افغانستان كې تر نهه سوو زيات ملي بسونه چې د بېلابېلو بهرنيو هېوادونو له خوا له دوى سره مرسته شوې ده د ښاري خدمتونو د ترسره كولو لپاره په تګ، راتګ كې دي.

خو خلك وايې چې ګڼ شمېر دغه موټرې استهلاك شوي او يا هم د بېلابېلو تخنيكي ستونزو له امله په ځاى ولاړې دي او په كار ده چې د افغانستان د ترانسپورت وزارت د شته ستونزو د هواري برخې ته پام واړوي او خلكو ته په دې برخه كې لازمې اسانتياوې برابرې كړي.

اجمل تورمان
XS
SM
MD
LG