د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

طالبان: په کابل کې به ژر د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم طرحه تطبیق شي


ارشیف: د کابل ښار د میرویس میدان یا کوټې سنګي سیمه
ارشیف: د کابل ښار د میرویس میدان یا کوټې سنګي سیمه

د طالبانو د حکومت د هوايي چلند او ټرانسپورټ وزارت وايي، په کابل ښار کې د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم په هدف د دې وزارت لیکل شوې طرحه د ریاست الوزرا له لوري منل شوې ده.

په داسې حال کې، چې په پلازمېنه کابل کې له کلونو راهیسې ښارې ټرانسپورټ غیر منظم دی د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي هڅې يې پیل کړي چې ښاري ټرانسپورټ منظم کړي.

د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي ازادي راډيو ته وویل، چې په دې اړه د دوی جوړه شوې طرحه د ریاست الوزرا له لوري منل شوې او په نږدې وخت کې به پلي شي.

احمدي زیاتوي: "په ټولو مسیرونو کې چې کوم موټر دي دا ټول حساب شوي دي. د مسافرو شمېر معلوم شوی دی، چې په کومه لیکه څومره مسافر تګ راتګ کوي. همدې مسافرو ته په کتو به موټرو ته سټیکر ورکول کېږي، هغه موټر چې اوس چلېږي، مسیر به يې معلوم وي. لکه سینمايي پامیر- میرویس میدان، د دې لیکې موټر به په بله لیکه کې تګ راتګ نه کوي او د مهالوېش له مخې به حرکت کوي."

دی وايي، د دې طرحې پر بنسټ به هېڅ ښاري وسایطو ته اجازه ورنه کړل شي چې له معلومو تمځایونو نه غیر بل ځای سپرلۍ پورته یا ښکته کړي.

نوموړي وايي، د دې ترڅنګ به شخصي موټرو ته اجازه ورنه کړل شي چې په ښار کې سپرلۍ له یو ځایه بل ځای ته یوسي، د دې ترڅنګ به ښاري بسونو او ټکیسیو کارونه معلوم وي.

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په داسې حال کې د نوې طرحې خبره کوي، چې د کابل یو شمېر ښاریان وايي د کابل ښاري ټرانسپورټ له کلونو راهیسې غیر منظم دی.

د دې ښار اوسېدونکی قفیر محمد ازادي راډيو ته وویل: "په کابل کې ښار کې په دې ورځو کې هېڅ نظم نه مراعت کېږي. هر موټر چلونکی چې هر چېرته يې زړه وي سپرلي پورته کوي. دغه شان کوم تمځایونه چې جوړ شوي هغه هم غیر معیاري دي باید حکومت په دې اړه جدي پام وکړي."

د دې ښار بل اوسېدونکي خورد اغا وویل: "په دې ښار کې موټرو ډېره زیاته ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده. په ځانګړي ډول کاسټرو او مارسډیزو چې هر چېرته يې زړه وي هلته سپرلي پورته کوي او هلته يې ښکته کوي. هېڅ دې ته نه ګوري چې ګڼه ګوڼه جوړوي. په دې ښار کې بیخي هر څوک په خپل سر دي."

په کابل ښار کې د ښاري موټرو لپاره منظمې اډې او منظم تمځایونه نه شته، دغه شان د سړکونو په سرونو موټرو ته د سپرلیو پورته کول هغه څه دي چې ښاري نظم يې خراب کړی او ګڼه ګوڼه يې جوړه کړې ده.

په همدې حال کې د کابل ښاروالي وايي، اوسمهال يې د کابل ښار په دوه مسیرونو یولس ښاري بسونه چلېږي خو پلان لري چې په ټولو شپاړلس مسیرونو د سپرلیو د سهولت په پار ښاري بسونه وګماري چې کرایه به يې تر نورو کمه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د کابل ښاریان د ښاري ټرانسپورټ له لوړې کرایې شکایت کوي او وايي مخکې به يې د یو مسیر لس افغانۍ خو اوس شل افغانۍ کرایه ورکوي چې ښايي د ځینو خلکو له توانه وتلې وي.

XS
SM
MD
LG