د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

کندهار کې د ټرانسپورټي شرکتونو اعتصاب له امله ګڼ مسافر بند پاتي


د ټرانسپورټي شرکتونو د کار بندیز له امله کندهار کې سلګونه مسافر چې ناروغان ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي او غواړي کابل، هرات او نورو ولایتونو ته سفر وکړي، بند پاتې دي.

د کندهار ښار په لوېدیځ کې د بس موټرو اډه ده چې له دې ځایه د هلمند، هرات، فراه او نیمروز ولایتونو په لور مسافر وړونکي موټر حرکت کوي.

د پخوا خلاف نن دوشنبه دلته هېڅ ګڼه ګوڼه نه‌شته او یوازې د ټرانسپورټي شرکتونو مسؤلین لمر ته ناست دي او دوی چمتو نه‌دي چي خدمات وړاندې کړي.

که څه هم له کندهاره د هرات او کابل په لور هره ورځ سلګونه مسافر په دې موټرو کې سفر کوي خو د تېرې جمعې ورځې راهیسې سلګونه مسافر چې ناروغان، ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي او غواړي کابل، هرات او نورو ولایتونو ته سفر وکړي دلته بند پاتې دي.

د دغه مسافرو څخه یو شمېر یې د ترمینل په هوټلونو کې د انتظار شپې تېروي.

دوی وايي، مریضان ورسره دي او خرڅونه‌يې خلاصوي:

"دلته خلک هوټلونو او دښتو کې پراته دي خرچې يي هم خلاصې شوي زموږ خواهش دا دی چې دا موټر بېرته خپل فعالیت شروع کړي مریضان راسره دي."

دغه کار بندیز چې د تېرې جمعې ورځې راهیسې روان دی د شرکتونو مسؤلین وايي، پر لویه لاره دې د پولیس له‌خوا د موټر چلوونکو څخه په غیرقانوني توګه د پیسو اخیستل بند شي او د لویې لارې د بیارغونې لپاره عملي کار پیل شي.

دا چې د ټرانسپورټي شرکتونو دغه کار بندیز به تر څه وخته دوام ورکړي په دې اړه د نوي میوند بس ټرانسپورټ مشر ګلالی وايي چې تر هغه وخته چې دولت‌يې غوښتنې نه‌وي منلی اعتصاب‌يې دوام کوي.

نوموړی وايي:

"څو چې مو دولت غوښتنې نه‌وي منلي تر هغه وخته به زموږ فعالیت بند وي."

د یادولو وړ ده چې د ټرانسپورټي شرکتونو له‎خوا دغه کاري اعتصاب لومړی په هرات کې د ولایتي شورا له‎خوا د احمد شاه ابدالي شرکت د تړلو په غبرګون کې وشو چې ویل کېدل د زیاتو ټرافیکې پېښو د رامنځته کېدو په صورت کې تړل شوي وو.

خو اوس ویل کېږي چې دغه شرکت بېرته پرانیستل شوی.

تر اوسه چارواکو د بس موټرو د شرکتونو د دغه کاري اعتصاب په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG