د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

"د موټرو کموالی د کرایي د زیاتیدو لامل شوی"


ځیني کابل ښاریان وایي، د موټرو کموالی او د منظم ټرانسپورټ نشتوالی د دې لامل شوی، چې موټر چلوونکي کرایه زیاته کړي.

موټر چلوونکې وایي، د لوړ کرایو لامل د سړکونو بندوالی او د تیلو د بیو زیاتیدل دي.

د ژمي له را رسیدو سره په کابل ښار کې د ناکافي ټرانسپورټ له کبله یو ځل بیا د خلکو شکایتونه پورته شوي دي.

د کابل ښار عام خلک وایي، د ښار له یوې سیمي نه بلې ته د تلو لپاره مجبور دي، چې ساعتونه ساعتونه په سړې هوا کې د موټر انتظار وباسي.

دوي زیاتوي، چې د ورځې په اوږدو کې د موټرو کرایي هم په یوه ځای نه ودرییږي او کله چې مازیګر شي، د موټرو ټاکلې کرایې هم پورته شي:

«نفوس زیات دی، موټر لږ دي، کفایت نه کوي، بله دا چې ټرانسپورټ هیڅ نظم نه لري، کرایې نه کنترولیږي، خلک له ستونزو سره مخ دي.

که دولت توجه وکړي او ملي بسونه او داسې نور بسونه زیات کړي، د خلکو ستونزې به کمې شي او د دې ترڅنګ هیله ده کرایي هم کنترول کړي.»


د موټرو چلوونکې وایي، له یوې خوا په مازیګر کې د ښار زیاتره سړکونه بندیږي او بله دا چې، تیل هم ګران دي او دوي مجبور دي چې کرایې لوړې کړي:

«زما نوم خیرالدین دی، موږ کرایي نه جګوو، په مازیګر د مامورینو د موټرو له امله زیاتره لارې تړل کېږي، هر موټر انتظار ولاړ وي، تیل زیات مصرفیږي، د دې له امله ټاکلې کرایه د مجبوریت نه پورته کېږي.»

د ټرانسپورټ وزارت په کابل ښار کې د ترانسپورت ستونزه تاییدوي او وایي، د نفوس د زیاتوالي او د نامناسبه سړکونه له امله تر اوسه نه دي توانیدلي، چې شته ستونزه په لږه موده کې اواره کړي، خو د حکومت د نورو ارګانونو په مرسته یي یو پلان ترتیب کړی، څو په دې ښار کې د ترانسپورت ستونزه کمه کړي، د دې وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال ازادي رادیو ته وویل:

«د څو وزارتونه څخه یوه ګډه کمیټه جوړه شوې، دنده یي دا ده چې دغې ستونزې ته د حل لارې ولټوي، هر وزارت به په خپله برخه فعالیت کوي او سره له دې ځیني هېوادونو د مرستو ژمنې کړي، هیله ده له هغوي څخه ښاري موټر ترلاسه کړو.»

ننګیالي قلاتوال دا هم وویل، ملي بس شرکت موټر لري، خو موټر چلوونکي د کمې تنخوا له کبله نه حاضریږي چې ویي چلوي.

ده وویل، اوس مهال د ملي بس چلوونکي ته پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي او دوي د مالیي وزارت ته یوه طرح سپارلې، څو د موټر چلوونکو میاشتنی تنخوا نهه زرو افغانیو ته پورته کړي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال یوازې په کابل ښار کې شاوخوا درې سوه ملي بسونه فعال دي.

راپورونه وایي، په تیرو لسو کلونو کې د هند، پاکستان ایران او جاپان له خوا افغان حکومت ته شاوخوا یو زرو درې سوه ښاري بسونه ورکړل شول، خو د خلکو د ګڼې ګونې له امله د ستونزو د کمښت سبب نه شول.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG