د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

کابل ښار مېشتي: د تېلو بیو په را کمېدو سره بیا هم د موټرو کرایه لوړه ده


د کابل ښار د میرویس میدان یا کوټې سنګي سیمه
د کابل ښار د میرویس میدان یا کوټې سنګي سیمه

یو شمېر کابل مېشتي شکایت کوي، چې د تېلو بیې را کمې شوي، خو لا هم د موټرو کرایه پورته ده.

جمیله د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده چې هره ورځ په ښاري موټرو کې تګ راتګ کوي.

هغه وايي، د میاشتې اته زره افغانۍ معاش لري، خو په ورځني ډول یې ښوونځي ته د تګ راتګ کرایه ۸۰ افغانۍ کېږي.

د جمیلې په خبره، وړاندې دا کرایه ۴۰ افغان کېده، خو اوس دوه چنده شوې ده.

نوموړې زیاتوي: "زه یوه ښوونکې یم چې هره ورځ په ښاري موټرو کې ځم راځم. وړاندې کې د موټرو کرایه لس افغانۍ وه، اوس شل شوې ده. اوس خبره شوم چې تېل ارزانه شوي، خو بیا هم کرایه نه ده کمه شوې. هره میاشت زما د معاش ډېره برخه په کرایه مصرفېږي."

د کابل د ځینو نورو برخو اوسېدونکي هم ورته شکایت لري.

دوی وايي، که څه هم په بازار کې د تېرې میاشتې په پرتله د تېلو په هر لیتر کې شل افغان کمښت راغلی، خو د ښاري موټرو کرایې لا هم هماغه ډول پورته دي.

د کابل ښار په مکروریانو کې د تېلو یو پمپ
د کابل ښار په مکروریانو کې د تېلو یو پمپ

یو تن کابل مېشتي احمد‌الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د تېلو د بیو په پورته کېدو سره کرایې هم لوړې شوې. مخکې یې ۱۰ افغانۍ اخستې بیا یې ۲۰، ۳۰ او ان ۵۰ ته ورسولې. خو اوس چې تېل ارزانه شوي، کرایې نه‌دي راکمې شوي. دا زموږ لپاره لویه ستونزه ده."

د ازادي راډیو خبریال په کابل ښار کې د یو شمېر موټر چلوونکو سره هم د خبرو هڅه وکړه، خو هغوی خبرې ونه کړې.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ وزارت وايي، د دې ستونزې په حلولو کار کوي.

د دې وزارت ویاند امام‌الدین احمدي ازادي راډیو ته وویل: "موږ د دې ستونزې د حل لپاره نوې لایحه جوړه کړې او هغه مو د موټرو په تمځایونو او ښاري وسایطو کې لګولې ده، څو عملي شي. که څوک زیاته کرایه اخلي، خلک کولای شي چې په سیمه کې زموږ مامور ته شکایت وکړي. انشاالله ژر یې ستونزه حلېږي."

که څه هم احمدی د نویو ټاکل شویو کرایو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل، که څوک دا لایحه ونه مني، له قانوني چلند سره به مخ شي.

خلک هم له طالبانو غواړي، چې د لوړو کرایو اخستو او خپلسریو مخه ونیسي.

په کابل ښار کې د تېلو د پمپ سټېشنونو د مالکانو د معلوماتو پر بنسټ، د وږي په ۲۹ مه یعنې د سه‌شنبې په ورځ د یو لیتر پټرولو بیه له ۱۰۸ افغانیو ۸۲ افغانیو ته راټيټه شوه، او ډیزل بیا چې وړاندې یو لیتر په ۱۲۷ افغانۍ وه، اوس لیتر په ۱۰۴ افغانۍ دي.

XS
SM
MD
LG