د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

کابل ښاریان د موټرونو له لوړو کرایو نه سر ټکوي


د کابل اکثره ښاریان د موټرو له لوړو کرایو څخه شکایت کوی.

دوی وایي، د موټرو د کرایو، نه کنترولیدل د دې سبب شوی، چې اکثره ښاریان د دوی ډیرو ضروري کارونو پسې یا پلي ولاړ شي او یا اوږده شیبه د موټرو په تم ځایونو کې تیره کړي.

دوی وایي، د موټرو چلوونکي په خپل سر کرایې ټاکي او په خپل سر یې پورته کوي:

″خلک غریب دی، د دومره لوړو کرایو دورکولو توان نه لري، ډیر خلک پلي ځي راځي، وخت یې ضایع کیږي، هېڅوک یې پوښتنه نه کوي، هر موټر چلونکی په خپل سر کرایه ټاکي، هیله ده دولت یې پوښتنه وکړي.″

د موټرو چلوونکي بیا د موټرو د کرایو لوړیدل، د تیلو له بیو سره تړلې ګڼي. دوی وایي، که چیرې دولت د تیلو بیې کنټرول او دوی ته په کمه بیه ترلاسه شي، هیڅکله به د موټرو کرایې لوړې نه کړي.

د کابل ښار موټر چلوونکي وايي، په وروستیو څو کلونو کې لیدل کیږي، چې د تیلو بیې له یوې ورځې نه بلې ته لوړیږي او دوی مجبور دي، چې له دغه زیانه د کرایو په پورته کیدو ځانونه وژغوري.

یوتن موټر چلوونکی ناصر ازادي راډیو ته وویل:

″د تیلو بیې هره ورځ لوړیږي، مو ږ مجبور یو، چې کرایې لوړې کړو، دولت باید تیل کنټرول کړي، د موټرو کرایې په خپله کنټرولیږی، موږ بې انصافه نه یو، کرایې له مجبوریته لوړوو.″

نن سبا د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې، کابو دری ډوله موټر فعالیت کوي، حکومتي بسونه، ټکسیان او د خصوصي سکتورو ډول ډول نقلیه وسایط.

افغان چارواکي وایي، د حکومتي بسونو او تکسیانو کرایې تر ډیره ځایه کنټرول شوي خو د خصوصي سکتور موټر چلوونکي، د تیلو د بیو له لوړېدو سره سم، د دوی کرایې څو برابره زیاتې کړي. چې دا مساله په ډیرو حالاتو کې ستونزې زیږوي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت ویاند ننګیالي قلاتوال ازادي راډیو ته وویل، چې د هیواد په ترانسپورتي نظام کې ستونزه شته خوپلان لري، چې د دولت د نورو ارګانونه په مرسته یې په لږه موده اواره کړي. ښاغلي قلاتوال وویل:

″د دولت د څو ارګانونو څخه یو کمیسیون جوړ دی، ترڅو په ښارونو او لویو لارو کې د موټرو کرایې کنټرول کړي، له خلکو هم هیله ده چې مرسته وکړي او کله چې د موټرو له کرایو شکایت ولري باید مربوط ارګانونه پرې خبر کړي. موږ په دې هکله جدي تدابیر نیولي دي.″

د موټرو د کرایو د لوړوالي پرشکایتونو سربیره خلک داهم وایي، چې موټر چلوونکي د موټرو د سیتونو ظرفیت هم په پام کې نه نیسي او اکثره په موتړو دوه برابره سپرلۍ کینیوي.

دوی داهم وایي، په ښارونو او اوږدو لارو کې داسې زاړه موټر هم چلیږي چې سفر په کې ډاډمن نه وي.
XS
SM
MD
LG