د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

طالبان: د کندهار-کوټې او جلال‌اباد-پېښور پر لارو د بسونو فعالیتونه پیلوو


د جلال اباد - پېښور لویه لار
د جلال اباد - پېښور لویه لار

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت پرېکړه کړې چې ژر به د کندهار - کوټې او جلال اباد - پېښور ترمنځ لویو لارو کې د مسافرینو د انتقال لپاره د بسونو فعالیت پیل کړي.

د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي په دې اړه د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل: "هغه ټرانسپورټي شرکتونه چې د ۵۸۰ ستندرد ډول وسایطو اجازه لري او دې یادو دوو مسیرونو موټرې فعالیت وکړي تر راتلونکې چهارشنبې ورځې پورې دې خپل غوښتنلیکونه د کابل د ټرانسپورټ د تنظیم ریاست ته وسپاري."

ښاغلی احمدي وایي، یوازې هغه ټرانسپورټي شرکتونه دا فعالیت کولی شي چې په شرایطو برابر او د فعالیت د جوازونو وخت یې نه وي تېر شوی، خو د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د چارواکو د دغې پرېکړې په اړه د دې لارو مسافرین بېلابېل نظرونه لري.

د جلال اباد -پېښور لارې مسافر صحت سمسور وایي، د بسونو فعالیتونه به دې لارو کې د زیاتو ترافیکي پېښو او مرګ ژوبلو مخه ونیسي: "که دغه سیسټم فعاله شي ډېره اسانتیا به رامنځته شي ځکه یو خوا به دا رش کم شي او له بلې خوا به نورې اسانتیاوې لکه مسافرینو ته به ستونزې نه وي تګ راتګ به په مستقیمه توګه وي."

کندهار -کوټه لار
کندهار -کوټه لار

د دې لارې بل مسافر ورداد سمون بیا وایي، دا بسونه ځکه نه شي کولی چې د ټولو خلکو ستونزې حل کړي چې د زیاتو مسافرینو د انتقال ظرفیت نه لري، خو په خبره یې که یوازې د ناروغانو انتقال ته ځانګړي شي ښه پایله به ورکړي.

بل خوا د کندهار ولایت اوسېدونکی عثمان برکت وایي، د نورو اسانتیاوو ترڅنګ دا به په دې لارو د سوداګرو لپاره هم منظم سیسټم برابر کړي: "دا یو ښه فرصت دی هم د کار او بار په برخه کې هم د ناروغانو د انتقال لپاره، هغه هېوادوال چې پاکستان ته مراجعه کوي د هغوی لپاره د دغو بسونو فعالول ښه زېری دی."

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې له زیاتې مودې راهیسې دغو لارو شخصي لویې او وړې موټر فعالیت کوي چې هم ګڼه ګونه زیاته کړې او هم د بې مسوولیته موټر چلونې له امله ټرافیکې پېښې ډېرې کېږي.

XS
SM
MD
LG