د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

"د روان لمريز له پيله تر اوسه ټرافیکي پېښو کې 762 افغانان وژل شوي"


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د روان لمریز کال له پیله تر دا مهاله په ټرافیکو پېښو کې 762 کسان مړه شوي دي.

نن یکشنبه د نومبر میاشتې 15 مه نېټه د ترافیکو پېښو د قربانیانو د یاد له نړېوالې ورځې سره برابره ده.

شهسوار هغه څوک چې دوه ورځې وړاندې یې د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره موټر جنګولی دی.

دی وايي، ډېر نه دی ټپي شوی، خو ملا او یوه پښه یې دردېدلي دي.

دی وايي، د کابل جلال اباد لارې موټر چلونکي اصلا احتیاط نه کوي، موټر ډېر تېز چلوي نو ځکه ټرافیکي پېښې په دغه لاره ډېرې رامنځته کېږي.

هغه وویل: "موږ له جلال اباد څخه راتلو په لاره کې یو د تېلو پمپ مخې ته راغی، له هغې یو موټر په سرعت راوت موږ هم په سرعت و رسره مخامخ ټکر وکړ، زما اوس ملا او یوه پښه درد کوي."

له دې سره جوخت د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي نجیب الله ترکي یادول به بې ځایه نه وي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د کابل جلال اباد په سړک خو ښار ته څېرمه په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي او له سختو ټپونو له امله یې بیا ساه ورکړه.

په افغانستان کې دروان لمریز کال په 8 میاشتو کې د هغو کسانو د مړینې کچه چې په ټرافیکي پېښو کې مړه شوي، له 700 اوښتې ده.

د افغانستان د ټرافیکو د لوی ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دې کال کې له 1000 زیات ټرافیکي پېښې شوې چې له ډله یې شاوخوا 500 کسان په کې ټپیان شوي.

د دغه ریاست د حادثاتو مدیر عبدالحکیم بختیار له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "د نوي کال له پیله یعنې د حمل میاشتي نه تر عقرب پورې چې موږ ته له مرکز او ولایاتو څخه راپور رارسېدلی فوتي حادثې 619 دي او د ټپیانو شمېر 496 ده او د مالي زیانونو 9 حادثې لرو چې په ټولیز ډول 1124 حادثې کېږي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي."

ښاغلی بخیتار وايي، د سږکال د اتو میاشتو شمېر له تېر کال سره ډېر کم زیاتوالی ښيي.

د ټرافیکو لوی ریاست د معلوماتو له مخې ډېری ټرافیکي پېښې د هېواد په لویو لارو کې رامنځته کېږي، په تېره بیا د کابل –کندهار او کابل - تورخم لویو لارو کې.

د کابل کندهار لویه لاره په تېر څو کلونو کې په څو ځلي د مسافر وړنکو موټرو د جنګېدو شاهده وه چې ګڼ شمېر مسافر په کې ووژل شوه او ان د یادو مسافر وړنکو موټرو د شرکتونو پر وړاندې لارینونو هم وشول.

د دې ریاست د معلوماتو پر بنسټ کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو شمېر د نورو ولایتونو په پرتله زیات دی.

په ورته وخت یو شمېر عام افغانان بیا دغه حالت د اندېښنې وړ بولي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د سختو ټکرونو له وېرېږي په لویو لارو نورو ولایتونو ته سفر نه شي کولای.

اقبال وویل: "په کابل او یو شمېر لویو لارو کې حادثات ډېر دي دغه لارې سمې قصاب خانې دي خلک وژني، په ورځني ډول په سلګونو موټر ټکر کوي چې دا د موټر چلونکو بې غوري ده."

مهال دين وايي: "څومره خلکو چې لایسنس اخسیتی غیر قانوني یې اخسیتی دی. د دې لپاره چې د 3 زره افغانيو په بدل کې لایسنس اخلي، په ورځني ډول په هر هغه سرک باندې چې له ولایتونو راغلی په لسګونو موټر ټکر کوي."

د یادونې ده چې په تر ټولو تازه ټرافیکي پېښه کې چې تېره ورځ په پنجشېر ولایت کې وشوه، د دغه ولایت د ایمرجنسي روغتون د ډاکټرانو کاسټر موټر سیند ته ولوېد چې د مسوولینو په خبره ۱۸ کسان په کې ټپیان شوي دي.

نن یکشنبه د نومبر میاشتې 15 مه نېټه د ترافیکو پېښو د قربانیانو د یاد نړېوالې ورځې سره برابره ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې له جګړې وروسته ډېره قرباني له افغانانو ټرافیکي پېښې اخلي.

د دې وزارت له لوري ازادي راډیو ته په استول شویو معلوماتو کې په روان لمریز کال کې 10145 ټرافیکي پېښې شوې چې له ډلې یې 5197 کسان ټپیان شوې او شاوخوا 800 نور مړه شوي دي چې دغه شمېر بیا د افغانستان د ټرافیکو لوي ریاست سره توپیر لري.

XS
SM
MD
LG