د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې او سرغړونو د مخنیوي لپاره ټرافیکي خدمات برښنايي کېږي


کابل ښاروالۍ په ښار کې د ګڼې ګوڼې او سرغړونو د کمولو لپاره الیکترونیکي لیسنسونه او جواز سیرونه ویشي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د کابل ښاروالۍ تر منځ داسې هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې یې په دغه ښار کې ټرافیکي پروسیجر په الیکټرونیکي ډول ترسره کېږي.

د مخابراتو وزیر شهزاد ګل اریوبي د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۱۳» په دې اړه یوې جوړې شوي خبرې غونډې ته وویل له دې هوکړې سره به یو پیاوړی ډیټابیس جوړوي چې له مخې به یې جواز سېر او لایسنس معیاري او الکترونیکي شي.

دی وايي، دا کار د عامه خدمتونو په برخه کې د الکترونیکي خدماتو بنسټ دی چې د یوه شخص یا موټر چلونکي اړوند ټول معلومات به پکې خوندي وي.

شهزاد ګل اریوبي
شهزاد ګل اریوبي

نوموړي زیاته کړه:

"دغه کار د الکترونیکي حکومتوالۍ لپاره یو بنسټ دی چې کېښودل کېږي او تر څنګ یې کله چې ټرافیک یا ښاروالۍ وغواړي د جرایمو څرنګوالی او قوانین وضع کولای شي، داسې چې په هماغه مهال چې جرم او سرغړونه کېږي عکس یې اخیستل کېږي او دا معلومات په اتومات ډول ورکول کېږي چې چیرته چا جرم وکړ."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د کابل ښار ټرافیکي خدمات له کورنیو چارو وزارت نه د کابل ښاروالۍ ته وسپارل شول.

د کابل اوسېدونکي تل په دغه ښار کې له ډېرې ګڼې ګوڼې، ټرافیکي ستونزو او سرغړونو شکایتونه کوي، خو اوس د کابل ښاروالۍ وایي چې په ښار کې یې د موجوده ستونزو د حل لپاره جدي هڅې پیل کړي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي دغې خبري غونډې ته وویل چې د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره باید د دغه ښار ټرافیکي خدمات برښنایي شي تر څو پر وخت د سرغړونو او قانون ماتونکو پر وړاندې اقدام وشي.

دی وايي، د کابل ښاروالۍ د ټرافیکو د جریان ټول واټونه څېړل شوي او نتیجه یې دا ده چې قوانین په سمه توګه نه پلي کېږي او له همدې امله ګڼه ګوڼه زیاته شوې.

ښاغلی حبیب زی وايي، له دې وروسته که کوم موټر چلوونکی سرغړونه کوي د موبایل له لارې په اتومات ډول له جریمې خبرېږي.

د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزی
د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزی

نوموړي زیاته کړه:

"په الکترونیکي شکل د قانون تطبیق ان شاءالله په ۱۳۹۷ کال کې پیلېږي، په دې معنا چې که څوک سرغړونه کوي د دې پر ځای چې کتابچه او یا پارچه ورکړل شي، له دې سره چې ټرافیکي سرغړونه یا جرم کوي جریمه کېږي او جریمه هم په الکترونیکي ډول."

د ټرافیکو الکترونیکي پروسیجر په نوره نړۍ کې له ډېرې مودې راهیسې عملي کېږي، خو په افغانستان کې به دا لومړی ځل وي چې له ټرافیکو او فزیکي حضور پرته یو موټر چلونکی خپله جریمه مني او په پرې کولو یې مکلف ګرځي.

د کابل ښاروالۍ وايي، له دې کار سره به په واټونو کی ګڼه ګوڼه کمه، عواید زیات، د جرمونو کچه راټیټه او د موټر چلونکو او موټرو اړوند به دوی دقیق معلومات ترلاسه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG