د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

کابل د افغانستان پلازمېنه که د خځلو ډېران او د ککړو اوبو ډنډ؟


یو شمېر مدني فعالان وایي، که ولسمشر د کابل د چاپېریال د بدلولو لپاره لاس په کار نه شي، خلک به هم د مالیې له ورکولو ډډه وکړي.

کابل د افغانستان پلازمېنه که د خځلو ډېران او د ککړو اوبو ډنډ؟ هغه پوښتنه ده چې مدني فعالان یې د کابل ښار د ککړتیا په خاطر کوي او غواړي چې حکومتي چارواکي یې خبرې واوري او ورته ځواب ووايي.

دغه فعالان د پنجشنبې په ورځ د اعتراض په ډول سره راټول شوي وو څو خپل غږ د ملي وحدت حکومت مشرانو تر غوږو ورسوي.

د ښاروال په ټاکلو کی ځنډ، د ښاروالۍ په قراردادونو کې د شفافیت نه مراعاتېدل، د کابل ښار په څېره کې د تغییراتو نه راوستل او د کابل ښاریانو د مالیو ورکېدل د دغو فعالانو عمده انتقادونه وو.

دغو فعالینو په یوه اعتراضي حرکت کې، د کابل ښار د ځینو سیمو ویالې پاکې کړې.
دغو فعالینو په یوه اعتراضي حرکت کې، د کابل ښار د ځینو سیمو ویالې پاکې کړې.

د دغو اعتراضونو په لړ کې یوه ګډون کوونکي احمدشاه ستانکزي په دې اړه وویل:

"که مسئولین زموږ غږ وانه وري موږ به خپلو اعتراضاتو ته ادامه ورکوو دا زموږ لمړۍ غونډه وه په نوي کال کی زموږ هدف دا دی چی موږ به خپلو دغو کارونو ته ادامه ورکوو تر څو حکومت او د کابل ښاروالي دې ته پام وکړي او د خلکو ستونزې هوارې کړي او که دا کار ونه کړي موږ به مالیه نه ورکوو."

دغه انتقادونه په داسې حال کی کېږی چی د څو ورځو بارانونو له کبله د کابل ښار په واټونو کې د اوبو ډنډونو د کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.

د دغې موضوع په اړه په ټولنیزو شبکو کې هم تاوده بحثونه کېدل او په کېنایه ډول دغه ډنډونه د یونان د سیندونو سره مقایسه کېږي.

کابل ښار په ورښتونو کې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:42 0:00

اوس دا فعالان وايي چې نه یوازې دا ژمنې نه عملي کېږي بلکې کابل ښار د نړۍ په تر ټولو ککړو ښارونو کې دویم مقام لري.

اخوا د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي چې ولسمشر غني امر کړی چې یادې ستونزې ته پاملرنه وشي.

ښاغلی مرتضوي زیاتوي:

"بدلون په یوه شپه کې امکان نه لري، ولسمشر متخصصینو ته امر کړی چې خپل کارونه ګام په ګام عملي کړي، او هیله لرو چی د ټرافیک او هم د هغو سیمو چې اوبه په کې ډنډې دي او د کثافاتو ستونزه حل شي."

د ښاروال د ټاکلو لپاره د انتخاباتو ترسره کول، له خلکو د مالیو اخیستل او د کابل ښاروالۍ له لوري له کسبګرو نه د پیسو د اخیستلو موضوع هغه څه دي چې مدني فعالان یې غوښتونکي دي.

مدني فعالان د غونډې په سر کې سړکونو ته ووتل او د کثافاتو په راټولولو یې پیل وکړ.

مدني فعالانو د ښاروالۍ کار وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

دغو مدني فعالانو همداراز له کابل ښاریانو وغوښتل چې د ښار په پاکوالي کې کوښښ وکړي او د ښاري ژوند ټول فرهنګونه تطبیق کړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG