د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د نجونو زده کړو په تړاو د یوه طالب چارواکي تازه څرګندونو غبرګونونه پارولي


په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.
په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه د یوه طالب چارواکو د څرګندونو په دوام تازه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ویلي، څو چې نجونې په بشپړه توګه اسلامي چوکاټ ته برابرې نه شي نو ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

محمد یونس راشد دا خبرې تېره ورځ د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د 'ځوانانو د روښانه راتلونکي او فرصتونو' تر سرلیک لاندې په یوه ناسته کې کړې دي.

هغه ویلي: "کله چې د امیرالمومنین حکم دوی نه مني، کله چې د امر بالمعروف د محتسبینو په شتون کې دوی دومره جرئت کوي چې زه دا حق لرم چې هم سینګار وکړم او هم په بازار کې لوڅ مخ وګرځم، هم د پردیو خلکو سره مسخرې وکړم. کله چې ښځې ځان ته دا حق ورکوي، تر هغه وخته اسلامي امارت دوی ته د مکتب اجازه قطعاً نه ورکوي. چې ښځه خپل چوکاټ ته نه وي ورلوېدلې تر هغې موږ ورته دا حق هم نه ورکوو، که څه هم ورته اړتیا لرو."

مخکې هم یو شمېر طالب چارواکو د نجونو د زده کړو په تړاو څرګندونې کړي چې تر ډېره اختلاف څرګندوي.

د چهارشنبې په ورځ د زمري په څلورمه نېټه د طالبانو حکومت د دعوت او ارشاد رییس محمد هاشم شهید ورور، د علومو اکاډمۍ د غوره زده کوونکو په ستاینغونډه کې وویل، د عصري علومو زده کړې فرض نه دي او یوازې د اسلامي علومو زده کړې په نر او ښځه فرض دي، خو په همدې غونډه کې بیا د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت مرستیال محمد طاهر احمدي، ټینګار کړی چې افغانان عصري زده کړو ته جدي اړتیا لري او پرې فرض دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د سه‌شنبې په ورځ د زمري په درېیمه نېټه په هرات ولایت کې په یوې ناسته کې وویل چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل د طالبانو تر منځ یوه اختلافي مسئله ده چې د دې موضوع حل وخت ته اړتیا لري.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني

یو شمېر نجونو زده کوونکو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د معین د دغو تازه څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې دوی پخوا هم د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې او د اسلامي حجاب په مراعتولو سره ښوونځيو ته تللې.

زینب چې د کابل اوسېدونکې او د یولسم ټولګي زده کوونکې ده.

هغه وايي: "پخوا به هم چې ښوونځيو ته تللو اسلامي حجاب به مو مراعتوو، نه یواځې ما بلکې زمونږ او د نورو ښوونځیو نجونو به هم د اسلامي شرعیت چوکاټ ته برابرې جامې اغوستې. موږ یواځې دا غواړو چې ښوونځي دې پرانیستل شي څو موږ وشو کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړو او د دې بې برخلیکه حالت څخه وژغورل شو."

د کابل یوه بل اوسېدونکې مسکا چې د لسم ټولګي زده کوونکې ده، وايي چې دې بې برخلیکه حالت ناهیلې کړې ده.

هغې وویل: "زموږ د ژوند یواځينۍ هیله زموږ څخه اخیستل شوې ده. ما په خپله غوښتل په راتلونکې کې یوه تکړه ښوونکې شم او خپلې ټولنې ته خدمت وکړم، خو څرنګه چې وینو د ټولو نجونو څخه د هغوی ارمانونه او هیلې اخیستل شوي."

په ورته وخت کې د نجونو د زده کړو د ملي کمپاين یو تن مسوول خوشحال روهي د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د معین د څرګندونو په غبرګون ازادي راډیو ته وویل: "د ده په خبرو کې ماته دوه د اندېښنې وړ خبرې ښکاري؛ لومړی دا چې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره هېڅ اراده نه شته او څرنګه چې چارواکي د خپلو پلمو په کمزورتیا پوهېږي نو هره ورځ هڅه کوي چې نوې پلمې اختراع کړي او دویمه خبره چې لا د اندېښنې وړ خبره ده او ماته جدي ښکاري، هغه دا ده چې ښايي دوی غواړي په دې پلمو سره ښځې په مطلق ډول په کور کې کېنوي او ان د بهر وتلو ازادي هم ترې سلب کړي."

طالبانو پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو سره سم د نجونو منځني ښوونځي وتړل او بیا یې د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې دوی له پوهنتونونو هم راوګرځولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG